اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې تر ٣٠٠ ټنه حاصل ورکوي او درې زره لیټره خالص تېل به ترې تر لاسه شي.
د ننګرهار د کانال ریاست لپاره د طالبانو رییس غلام الرحمن کظیم وایي چې تېر کال د زیتونو حاصلات ۱۶۰ ټنه و، خو سږ کال به شاوخوا ۳۰۰ ټنه حاصل ولري چې تېر ته په کتو څو چنده زیاتوالی ښيي.
نوموړی وايي، د زيتونو د اچارو او تېلو تولید هم د ننګرهار د زیتونو په فابریکه کې کیږي.
کظیم زیاتوی: «سږکال به د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو له باغونو څخه ٣٠٠ ټنه حاصل تر لاسه شي او تیر کال دا شمیره ١٦٠ ټنه وه. د حاصل د زیاتوالي لامل د زیتونو بڼونو ته پاملرنه او د یادو باغونو سمه ساتنه ده.»
همدا راز نوموړي زياته کړې چې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړوو. د دې باغونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوې دي او اوسمهال یې یوازې ۱۷۲۰ هکټاره باغونه زیتون ورکوي خو کظيم وايي، په پلان کې لري چې ننګرهار کې پر نوره ځمکه هم د زیتونو باغونه جوړ کړي.
د کانال ریاست د مسولینو په وینا، د زیتونو دغو باغونو کې ٧٠٠ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شوي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي هم د زیتونو سږني حاصل ته خوښ دي او وايي، که د زیتونو باغونو ته پام زیات شي او ولسي خلک همکاري وکړي، نو دا حاصلات څو برابره زیاتېدای شي.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
