اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بندو دروازو تر شا د «افغانستان په اړه د ښځو ليدلوري» په نوم غونډه کړې ده.
دا غونډه د سويس په کوربتوب چې د امنيت شورا مشري کوي او د متحده عربي اماراتو او جاپان په ملاتړ شوې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزيې کوفي او پخوانۍ ډيپلوماټې اصيلې وردګ هم ګډون کړی دی.
د دې غونډې پټ جزييات تر اوسه نه دې په ډاګه شوي.
په ملګرو ملتونو کې د سويس استازولۍ ويلي چې دا هيواد به په افغانستان کې د ښځو د بشپړ، برابر، معنا دار او امن ګډون دفاع ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له سختو محدوديتونو سره مخ دي او په دې لړ کې له زده کړې او کار څخه بې برخې دي.
