ملګرو ملتونو ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د درې ميليارد ډالرو بشري مرستې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په نړۍ کې بشري کړکېچ ته د رسېدلو لپاره په راتلونکي ميلادي کال کې د ۴۶ ميليارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له اعلاميې سره سم، افغانستان له هغو پنځو هيوادونو څخه دی چې تر ټولو زياتې بشري مرستې ته اړتيا لري.

د اوچا په وينا، د راتلونکي ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره دریو ميلياردو  ډالرو ته اړتيا ده.

دې دفتر د ۲۰۲۳ کال پر مهال د افغانستان لپاره د څلور میليارد او شپږ ميليونه ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د بودیجې دا کچه تر لاسه نشوه او د اوچا په وينا، د مالي مرستې د کمښت له کبله په افغانستان کې له می تر نوامبر مياشتو پورې ۱۰ ميليونه خلکو خوراکې مرستې له لاسه ورکړې دي.

د اوچا په اعلاميه کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په ۷۲ هيوادونو کې شاوخوا ۱۸۱ ميليونه خلک په راتلونکي کال کې د بشرپالو مرستو او ملاتړ لپاره په نښه شوي دي.

د دې دفتر په وينا، د روان ميلادي کال پر مهال ۱۲ ميليونه وګړو د ژغورنې مرستې ترلاسه کړي، خو د بودیجې د کمښت مطلب دا و چې ملاتړ کم شوی او ميليونونه کسان ورته لاسرسی نه لري.

اوچا زياته کړې، چې وسله والې شخړې، د اوبو او هوا وضعيت او پاشل کېدونکي اقتصادونه په ټولو وچو کې متضررې ټولنې زيانمنې کړي او له امله يې فاجعه ناکه لوږه، پراخ بې ځايه کېدنه او ناروغۍ رامنځته کېږي.

د اوچا په وينا، د ۲۰۲۳ کال پر مهال په هرو پنځو ماشومانو کې يو ماشوم د شخړې په سيمو کې ژوند کړی او يا هم ترې تښتېدلی دی.

همدا راز د دې دفتر په وينا، شاوخوا ۲۸۵ ميليونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. په ټوله نړۍ کې له هرو ۷۳ تنو يو نفر بې ځايه کېږي او دا شمېره په ۱۰ کلونو کې دوه چنده کېږي.

په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارټين ګريفيټس ويلي، چې بشرپالې مرستې ژوند ژغوري، له لوږې سره مبارزه کوي، ماشومان خوندي ساتي او وباوې شړي.

خو د ده په وينا، د نړيوالې ټولنې ملاتړ له اړتياوو سره سم نه دی.

ده ويلي: «موږ له ټولو مرستندویانو د دوی د مرستو له امله مننه کوو او دا مرستې سږکال ۲۰ ميليارد ډالرو ته رسيدې، خو دا يوازې د اړتيا درېيمه برخه وه. که د ۲۰۲۴ کال پر مهال تر دې زياته مرسته راټوله نکړای شو، خلک به يې پور په خپل ژوند سره پرې کوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه