اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه برخې د بشري حقونو په نړيواله ورځ له نړۍ غوښتي چې د افغانستان ښځو او نجونو ته دې غوږ ونيسي او د هغوی د مبارزې ملاتړ دې وکړي.
دې دفتر ويلي، په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې او نجونې د خبرونو سرليک نه دي او د نړۍ پاملرنه نورو کړکېچونو ته ده، [مګر دوی بیا هم] لاريونونه او د خپلو ټولنو ملاتړ کوي او درنه بيه يې پرې کوي.
د ملګرو ملتونو ښځينه برخې ويلي چې د افغانستان ښځې او نجونې يوازې د خپل ځان لپاره نه بلکې په هر ځای کې د هرې هغې ښځې لپاره جنګېږي چې په خپله خوښه ژوند کول غواړي.
دې دفتر ويلي: «افغان ښځو او نجونو ته غوږ شئ. خبرو ته يې پام وکړئ او عملي يې کړئ. د دوی د مبارزې ملاتړ وکړئ. د دوی پر مبارزې پانګونه وکړئ. نن، سبا او هره راتلونکې ورځ».
طالبانو د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بنديزونه لګولي. اوس مهال د افغانستان ښځې د زده کړې، کار او ازاد تګ-راتګ حق نه لري.
دا ډله د ښځو اعتراضونه او حق غوښتنې ځپي.
پریسا ازاده، ندا پرواني، ژوليا پارسي او منیژه صديقي لږ تر لږه څلور هغه معترضې ښځې دي چې له څو اونيو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي.
