اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې دوه کاله کېږي د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو په ګډون له خپلو بنسټيزو حقونو او ازاديو محرومې دي.
نن د ليندۍ ۱۹مه چې د ډسمبر له ۱۰ سره برابره ده، د بشري حقونو نړيواله ورځ ده.
پنځه اويا کاله وړاندې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر مياشتې پر لسمه نېټه په پاريس کې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه تصويب شوه.
په همدې مناسبت يونيسکو د ډسمبر ۱۰مه د بشري حقونو نړيواله ورځ نومولې ده.
د افغانستان د استازولۍ سرپرست د دې ورځې په مناسبت پر خپله ايکس پاڼه ليکلي: «د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې پنځه اويايمه کليزه په داسې مهال کې لمانځل کېږي چې د مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو په ګډون د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او بنسټيزې ازادۍ د طالبانو د رژيم له لوري په څرګنده نقض کېږي او دوه کاله کېږي چې هغوی د زده کړو او کار له حق څخه بې برخې دي.»
فايق زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وګړو د ژوند حق، ازادي، شخصي امنيت او خصوصي حريم هيڅ ډول قانوني خونديتوب نه لري.
طالبانو د افغانستان پر خلکو سخت بنديزونه لګولي دي. د دې بنديزونو زياته برخه پر ښځو او نجونو راټوله ده. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ حق نه لري.
