ښځې: وسله وال طالبان دې د سولې خبرې پيل او په خپل مذاکراتي پلاوي کې دې ښځو ته ځای ورکړي

اطلاعات روز: د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې د سولې خبرو ته دې په جدي ډول دوام ورکړل شي.

دوی وويل چې افغانانو ته اوربند لومړيتوب دی او هر لوری چې خبرې ځنډوي، د ټولو ويجاړيو او وژنو مسول به وي.

دوی له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې جمهوريت او راتلونکي سياسي ګډون ته د ژمنتيا ثابتولو لپاره په خپل مذاکراتي ټيم کې ښځو ته ونډه ورکړي.

د افغانستان د سولې ايتلاف مشره ډاکټر نازدانه پکتياوال وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او قومي اقليتونو ته لازمه ونډه ورکړل شي.

پکتياوال وايي: «ښځې د يو لوی قشر استازيتوب کولی شي، ښځې ته د ښځې درد ښه ورمعلوميږي، مشکلات يې ورته معلوميږي او مسايل ښه شريکېدلی شي. په دواړو خواوو کې د ښځو معنی دار ګډون په دې معنی دی چې طالبان هم جمهوريت او د ښځو راتلونکي رول ته ژمن دي.»

د افغان ښځو شبکې د سوېل ختيځ زون مشره زرغونه همت له نړيوالې ټولنې، اړوندو بنستونو او اغېز لرونکو هېوادونو وغوښتل چې پر وسله والو طالبانو د اوربند او سولې لپاره لازم فشار راوړي.

همت زياته کړه: «د جګړې ډېر زيان ښځو ته اوښتی او رسيږي؛ ځکه هر وژل کېدونکی سړی د ښځو ورور، زوی او خاوند دی. کله چې جګړه روانه وي، چاودنې کيږي، هدفي وژنې کيږي، نو دا حالت پر سوله سيوری غوړوي او خلک يې نااميده کړي دي.»

د لوګر اوسېدونکې جميله جيلان وايي چې د وسله والو طالبانو مشرتابه او مرکچي پلاوی دې د سولې په خبرو کې سرسري چلند نکوي او د ټولو هېوادوالو د غوښتنو په نظر کې نيولو سره دې اوربند او سوله وکړي.

جيلان وايي: «نړيواله ټولنه په افغان سوله کې رستيني ندي؛ ځکه جنګ زموږ کور کې دی او دوی خپلې ګټې پکې لټوي، که دوی واقعا وغواړي طالبان ژر سولې ته اماده کولی شي.»

د خوست ولايت د ښځو د رڼا ټولنې مشره وزيره سعادت پر افغان مذاکراتي پلاوي هم سخته نيوکه کوي چې په خبره يې ټولشمول او اغېزمن ندی او له حکومت څخه يې د بياکتنې غوښتنه کوي.

سعادت زياته کړه: «د سولې په مرکچي پلاوي کې د شته درې ښځو ګډون سمبوليک او کليشه يي دی، په تګلاره کې پرېکړه شوې وه چې سناتورانې، وکيلانې او کليشه ښځې به ګډونوالې نه وي، دوی د ټولو ښځو له حالت او درد ندي خبرې.»

مدني فعال حميدالله جلال وايي چې د سولې مذاکراتي پلاوي ټول غړي بايد عصري او اسلامي علميت ولري او دولت دې د سولې، جمهوريت او ارزښتونو ساتنې په اړه سيمه ييزه او نړيواله اجماع پياوړې کړي.

جلال وويل د افغان سولې مذاکراتي پلاوي پر اوسني جوړښت هم نيوکه کوي او وايي چې پياوړي مذاکراتي ټيم په او عمل له لارې دې د وسله والو طالبانو ټولې توجيهات له منځه يوړل شي.

نوموړي زياته کړه: «اوسنی افغان مذاکراتي پلاوی په هېڅ صورت مناسب ندی او بايد بيا کتنه پرې وشي. د دوی له يوه غړي څخه پوښتنه کيږي چې تاسو څه کړي؟ هغه آن د ارزښتونو، کړنو او مثبت بدلون په اړه دفاع نشي کولی. دا موږ ته د منلو ندی او بيا علمي او پوهو کسانو ته پکې ځای ورکړل شي.»

څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند له يوې رسنۍ سره د دوی په مرکچي پلاوي کې د ښځو د ګډون په اړه ويلي و، چې طالب مشرانو ته يې مېرمنې مشورې ورکوي او په خبره يې په پلاوي کې د “پرديو” ښځو ګډون ته اړتيا نشته.

وسله والو طالبانو له شاوخوا څلور اونيو راهيسې په نامعلوم دليل په دوحه کې د سولې خبرې ځنډولې او پر ځای يې ځينو هېوادنو ته سفرونه پيل کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه