اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د طالبانو د روغتيا برخې مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ يو زېږنتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دا زېږنتون چې نن (پجنشنبه، ۱۶ د ليندۍ) يې پرانيسته وشوه، د پکتيا لپاره د طالبانو د عامې روغتيا د رييس خير محمد په وينا، پر جوړېدو يې ۱۵۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی. د ده په وينا، د دې زېږنتون ټول کاري ټيم ښځينه دی.
نوموړي زياته کړې چې د ګردېز د مور او ماشوم د هر اړخيزې ساتنې په دې مرکز کې عصري وسايل ځای پر ځای شوي چې په دې سره به په دې ولايت کې د مور او ماشوم مړينه هم راکمه شي.
بل پلو، د ناروې کمېټې مسوولينو ويلي چې دوی له دې روغتيايي مرکز سره-سره په ځاځي اريوب او ځينو نورو ولسواليو کې هم خلکو ته د روغتيايي خدمتونو زمينه برابره کړې ده.
د پکتيا ولايت ځايي خلکو د روغتيا په برخه کې له همکارو نړيوالو موسسو غوښتنه کړې چې خپل خدمات دې لرې پرتو ولسواليو ته هم وغځوي.
د هيواد په ګڼو ولايتونو کې د لرې پرتو سيمو ځايي خلک لاهم کافي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید