اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) د طالبانو له لوري د معترضو ښځو د «اوږدمهالې او خپلسرې» نيونې په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې.
دې دفتر نن (پنجشنبه، ۱۶ د ليندۍ) پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي چې له ۱۹ سپټمبر راهيسې د طالبانو له لوري په کابل کې د ښځينه حقونو څلور فعالانې نيول شوې دي.
يوناما ويلي: «موږ د اوږد مهالو او خپلسرو نيونو د اغېز په اړه سختې اندېښنې لرو.»
دې دفتر له طالبانو غوښتي چې روغتيايي مراقبتونو، له کورنۍ سره ليدنې او قانوني وکيل ته د زاندانيانو د لاسرسي حقونه دې مراعت کړي.
په دې وروستيو کې د دوو معترضو ښځو کورنيو چې له طالبانو سره زندانيانې دي، ويلي دي چې هغوی ناروغانې دي.
منيژې صديقي ته نژدې سرچينو په تازه توګه ويلي چې دا پلچرخي زندان ته وړل شوې ده او «وضعيت يې ښه نه دی».
د منيژې صديقي د مور کوم غږيز کلیپ چې اطلاعات روز ورځپاڼې تر لاسه کړې، دا پکې وايي چې لور يې ناروغه ده.
يوې بلې سرچينې تاييد کړه چې يوه بله معترضه ښځه ژوليا پارسي هم تېره اونۍ روغتون ته وړل شوې وه او يوه اونۍ وروسته بيرته طالبانو زندان ته لېږدولې ده.
څه کم دوې نورې معترضې ښځې ندا پرواني او پريسا آزاده هم له طالبانو سره بنديانې دي.
ويل کېږي چې دا ښځې لا هم د طالبانو د استخباراتو په توقيف ځايونو کې دي. د نورو معترضو ښځو د وضعيت په اړه معلومات نشته.
د ښځينه حقونو فعالانې وايي چې طالبانو دا ښځې يوازې د اعتراض او حق غوښتنې په وجه نيولې او زندانې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ويلي چې د بشري حقونو له نړيوالو تعهداتو سره سم بايد د نظر او بيان د ازادۍ ملاتړ وشي.
