له پاکستانه د را ایستل شویو کورنیو ماشومان د زده کړو غوښتنه کوي

کندهار کې د تازه راستنو شویو کورنیو ماشامان د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې دوی ته دې په خصوصي او دولتي ښوونځيو کې د زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو له زده کړو محروم پاتې نه شي.

د دغو ماشومانو له ډلې یې ډیری په پاکستان د غربت له کبله له زده کړو محروم پاتې شوي او اوس چې خپل هیواد ته راستانه شوي د کورنیو ترڅنګ یې دوی هم خپلو زده کړو ته اندیښمن دي او وایي، تر اوسه یې په دې برخه کې برخلیک نه دی معلوم شوی.

که څه هم د یو شمیر بهرنیو بنسټونو له لوري په سپين بولدک او تورخم کې له پاکستانه راستنو شویو افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کېږي، خو د ډیری کورنیو ماشومان لاهم له تعلیم، او روغتیایي خدماتو بې برخې دي.

څوارلس کلن شیدا محمد چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راستون شوی وایي، لوی ارمان یې په ښوونځي کې له خپلو همزولو زده کړې کول دي. دی زیاتوي چې پاکستان کې یې د غربت له کبله نه شو کولای چې زده کړې وکړي، خو اوس چې خپل هیواد ته راستون شوی هم یې غربت لمن نیولی او نه شي کولای چې ښوونځي ته ولاړ شي او نه ورته زمینه برابره شوې ده.

شیدا د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې ټولو راستنو شویو افغان ماشومانو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «زه د څوارلسو کالو يم، د افغانستان يم، پاکستان څخه راغلم، موږ تعليم ته ضرورت لرو بايد تعليم وکړو زده‌کړې وکړو، وختي کې مې کولای، خو هغه جنګونو دا مکتبونه بند کړل.»

شیدا په پاکستان کې د بې وزلۍ له کبله زده کړې نه دي کړي او اوس یې لوی ارمان دادی چې د خپلو همزولو سره یوځای ښوونځي ته ولاړ شي

يولس کلن نذير احمد هم پاکستان کې له اوږدې کډوالۍ وروسته بیرته هيواد ته راستون شوی او هېله لري چې خپل هیواد کې له نورو افغان ماشومانو سره یوځای زده‌ کړې‌ وکړي.

نذير وویل: «موږ بايد چې تعليم وکړو، خط زده کړو، سبق ووايو، حکومت بايد زموږ سره مرسته وکړي، موږ سبقانو ته مو ور واچوي، غواړم په راتلونکي کې انجینر شم او خپل وطن ته خدمت وکړم.»

د محمد اسماعيل په نوم ۱۷ کلن ځوان چې کورنۍ یې دیرش کاله په پاکستان کې تېر کړي وایي، هلته یې د اقتصادي ستونزو له کبله تعلیم نه شو کولای، ځکه چې کله به یو ځای او کله بل ځای د کار پسې تلل او وخت یې نه دی پیدا کړی چې زده کړې وکړي.

هغه چې اوس هیواد ته راستون شوی وایي، تر اوسه ورته د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې د تعلیم زمینه برابره کړي.

له پاکستان د راستنو شویو کورنیو لویه برخه ماشومان جوړوي، چې ډیریو هلته زده کړې نه دي کړي

دغه راز د راستنو شویو ماشومانو کورني هم له تعلیمي بنسټونو او واکمن حکومت غوښتنه کوي چې د دوی اولادونه ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.

حاجي فیدا محمد چې شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي کندهار ولایت ته راستون شوی، وایي، د سرپناه او خوراکي توکو د نشت ترڅنګ د خپلو پنځو ماشومانو تعلیم ته هم سخت اندیښمن دی.

نوموړی زیاتوي، چې د معیوبیت له کبله خپله کار نه شی کولای او ټولې هېلې یې د بچیانو تعلیم او روښانه راتلونکي پورې تړلي دي.

فيدا محمد وویل: «د موسېسو، حکومت او ټولو خيريه بنسټونو څخه مو غوښتنه داده چې زموږ سره دې مرسته وشي، موږ ته کورسونه جوړ شي، موږ ته ښوونځي جوړ شي چې موږ دا خپل ماشومان په کې شامل کړو، دوی تعليم وکړي يو شی زده کړي.»

د راستنو شویو ماشومانو کورنۍ له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی بچیانو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي

همدارنګه له پاکستانه راستون شوی اسدالله هم د خپلو بچيانو لپاره د زده کړو غوښتنه کوي او وایي، چې د راستون شويو افغان ماشومانو تعليم ته دې پاملرنه وشي او د هيواد په خصوصي او دولتي ښوونځيو کې دې ورته اسانتیا برابره شي.

د اسدالله په وينا، چې لس بچيان لري او د کډوالۍ له امله ټول بې تعلیمه پاتې شوي، خو په خبره يې چې اوس غواړي خپل هيواد کې زده‌ کړي او روزنه پرې وکړي.

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو مسوولین وایي، تراوسه کندهار ولايت ته د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې نږدې ۱۳۰زره کډوال راستانه شوي چې په خبره يې د هر ډول مرستو او اسانتياوو تدابير ورته نيول شوي دي.

بلخوا بیا د روغتيا نړيوال سازمان وايي، له پاکستانه چې کوم کډوال او پناه غوښتونکي راستانه شوي او يا شړل شوي، ۲۴ سلنه يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د دې راپور پر اساس، ډیری کسان چې له پاکستانه راغلي يا هم راشړل شوي، ښځې او ماشومان دي چې تقريبا ۲۴ سلنه يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۶۰ سلنه يې کوچنيان او ۱۷ کلن يا تر دې هم کم عمره زلميان دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې کوم کډوال او پناه غوښتونکي له پاکستانه افغانستان ته تللي، خپلو اصلي سيمو ته تر ستنېدو وړاندې د تورخم او سپين بولدک پر پولو په لنډمهالو پنډغالو کې ساتل کېږي تر څو يې مشخصات ثبت شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه