اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو ځوان هلک د درې نورو کسانو له لوري د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
یوې باوري سرچینې وویل، چې وژل شوی کس له تېرو دوو ورځو راهیسې لا درکه و، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۴ د لیندۍ) یې د کوز کونړ ولسوالۍ په «شامل» سیمه کې جسد موندل شوی.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی ځوان ښایسته ګل نومېده، چې جسد یې د مروارید کانال په اوبو کې موندل شوی او په خبره یې چې پر بدن یې د چړو ګوزارونه له ورایه ښکاریدل.
ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې د دغې پېښې په تور یې درې کسان نیولي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورن کسان یې په عدلي طب کې د مقتول د جسد له معایناتو وروسته پیدا کړي، خو د پېښې د لامل په تړاو یې جزیات نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا په ننګرهار کې د مرموزو او هدفي وژنو او وسله والو غلاوو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوي، چې خلک یې د طالبانو شته نظام په مخنیوي کې پاتې یادوي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید