د پولیو ویروس په تړاو د عامه پوهاوي نشتوالی؛ نورستان کې لاهم ګڼ خلک پولیو واکسین ته غاړه نه ږدي

انځور: د پولیو ځانګړې پاڼه

نورستان کې ځايي خلک وایي، چې د دغه ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو او حتی په مرکز پارون کې ګڼ خلک شته، چې د پولیو ویروس په تړاو عامه پوهاوی نه لري او اجازه نه ورکوي، چې اولادونو ته یې د پولیو ضد څاڅکي واچول شي.

دوی زیاتوي، د خلکو په منځ کې د پولیو ویروس په تړاو د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله د هر کمپاین پر مهال زرګونه ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې کېږي.

د غربي نورستان د نور ګرام ولسوالۍ اوسېدونکی عرفان الله وايي، د تېر حکومت پرمهال د حکومت ضد وسله والو ډلو د جګړو له امله د پولیو ضد واکسین نه رسېدل، چې له امله یې زرګونه کوچني ماشومان د پولیو واکسین له کمپاین پاتې کېدل.

نوموړی وايي، د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په غربي نورستان کې هم د جګړې وېره کمه شوې، خو په خبره یې د پولیو ضد واکسین پر وړاندې د اوسنیو طالبانو د پراخو منفي تبلیغاتو له امله خلک نه حاضرېږي، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې د طالبانو حکومت او اړوندې ادارې د پولیو ضد واکسین له کمپاین وړاندې په دې برخه کې له ټولو ممکنه لارو څخه په ګټې اخېستنې د عامه پوهاوي کمپاینونه پېل کړي، ترڅو خلک پرته له کومې اندېښنې خپلو اولادونو ته د پولیو ضد څاڅکي واچوي.

عرفان الله وویل: « په نورګرام، منډول او دوآب ولسوالیو کې لاهم په زرهاوو کورنۍ شته، چې د پولیو ضد واکسینو په اړه پوهاوی نه لري، وايي دا حرام دي.»

نورستانیان وایي، په یو شمیر سیمو کې د واکسین کمپاینران د واکسین په رسولو کې ناغیړي کوي او ټولو برخو ته ځان نه رسوي. انځور: خواله رسنۍ

د مرکزي نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله بیا وايي، د طالبانو حکومت او اړوندې ادارې د پولیو ضد واکسین پر کمپاینرانو څار نه لري، چې له امله یې ټولو لېرې پرتو سیمو ته واکسین نه رسوي، چې ګڼ کم عمره ماشومان له کمپاینونو پاتې کېږي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د پولیو ضد واکسین کمپاینونو پراخوالي ترڅنګ دې د عامه پوهاوي او پر کمپاینرانو د څار پروسه دې چټکه شي، ترڅو ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راشي او هېڅ کوچنی ماشوم د پولیو ضد له واکسین بې برخې پاتې نه شي.

محب الله زیاتوي: «ما د واکسین داسې کمپاینران لیدلي، چې د واکسین څاڅکي یې د اوبو په لښتي کې توی کړي، ماشومانو ته یې واکسین نه دی رسولی او د ورځې په آخره کې یې خپلې ادارې ته راپور ورکړی، چې ماشومانو ته یې واکسین رسولی، خو یو شمېر کسان شته، چې په دې برخه کې خیانت کوي او باید د پولیو په رضاکارانو نظارت وشي، ترڅو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي.»

موږ هڅه وکړه، چې په نورستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو د روغتیایي مسوولینو نظر هم واخلو، خو له دوامداره هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځانه سره ولرو.

بلخوا نورستان کې د طالبانو روغتیايي چاراکو تېره اوونۍ ویلي وو، چې په دغه ولایت کې به د پولیو ضد واکسین څلور ورځني کمپاین پرمهال څه باندې ۴۵ زره له پنځو کالو کم عمره ماشومان ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورسېږي.

د نورستان مېشتو اندېښنې او شکایتونه داسې مهال را پورته کېږي، چې روان لمریز کال د ننګرهار په شپږو بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیو ویروس شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي او د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې لاهم له شلو زیاتې محیطي پېښې شته دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه