اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو راپور ورکړی دی چې د افغانستان طالبانو د پاکستاني طالبانو له خوځښت (ټي ټي پي) سره د تړلې ډلې ځیني غړي نيولي او بندي کړي دي.
«خراسان ډايري» رسنۍ چې د پاکستان له قبايلي سيمو سره تړلو پېښو ته پوښښ ورکوي، نن (دوشنبه، ۱۳ د تلې) دا خبر د يوې «باوري سرچينې» له خولې خپور کړی دی.
د دې رسنۍ د راپور پر اساس، نيول شوي افراد د «ملاکنډ لښکر» غړي دي چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې فعالیت کوي.
دې رسنۍ ويلي چې په دې اړه نور جزييات لا هم تر اوسه نه دې تر لاسه شوي.
پاکستانی دولت د ټي ټي پي غړي په دې هيواد کې د ډېری ترهګريزو بريدونو مسوول ګڼي او تر اوسه یې په ځلونو د افغانستان له طالبانو غوښتي چې د دې ډلې غړې دې ونيسي.
پاکستانی دولت وايي چې د دې ډلې غړي په افغانستان کې پناهځايونه لري او د افغانستان له خاورې پر دې هيواد بريدونه طراحي کوي.
په وروستي ځل د بنو په ښار کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر کاروان تر يوه بريد وروسته د دې هيواد پوځ اعلان وکړ چې د دې بريد کوونکی د افغانستان وګړی او د حافظ ګل بهادر ډلې غړی و. دا د پاکستاني طالبانو له خوځښت څخه بېله شوې ډله ده.
پاکستان تر دې بريد وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی او د حافظ ګل بهادر د نيولو او دې هيواد ته يې د سپارلو غوښتنه کړې ده.
همدا راز پاکستان له طالبانو غوښتنه کړې چې د ټولو تروريستي ډلو پر خلاف او د افغانستان په داخل کې د هغوی پر پټنځايونو دې رښتي اقدامات وکړي.
خو طالبان د دې پاکستاني چارواکو ادعاوې ردوي او وايي چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هيواد پر ضد استفاده وکړي.
دې ډلې پاکستاني چارواکي تورن کړي چې د امنيت په تأمين کې خپله «ناکامي» پر دوی اچوي.
