د لغمان په یو شمیر سیمو کې د ناچاودو توکو او ماینونو شتون د خلکو ژوند ګواښي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د لغمان اوسیدونکي وایي، چې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودو توکو او ماینونو شتون یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د «سنګره» سیمې اوسیدونکی بلال احمد چې تیر کال یې د کورنۍ دوه ماشومان د ښخ شوي ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړي وایي، چې لاهم یې په سیمه کې د چاودیدونکو ماینونو خطر شته چې له امله یې دوی د ژوند چارې په ډاډه زړه نه شي ترسره کولای.

بلال احمد وویل: «تیر کال مې یو زوی او وراره د الینګار سنګره سیمه کې څاروي څرول چې هلته پرې ماین چاودنه کړې وه او دواړه په کې ووژل شول. له هغې وروسته کلیوال په ډاډه زړه غره ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.»

نوموړی د یادو ماینونو ډیره پړه پر طالبانو اچوي، چې د تېر حکومت نظامیانو ته یې پر سړکونو او پلو لارو کې ښخول چې ځینو چاودنې کولې او زیات یې لاهم پاتې دي.

هغه له اړونده بنسټونو غوښتنه کوي، چې د ماینونو له خطره ډکې سیمې دې په نښه او پاکې شي.

د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی امیر جان بیا وایي، چې له کلونو راهيسې د خپل هغه ورور پالنه او سرپرستي کوي، چې د ماين په چاودنه کې یې دوه پښې له لاسه ورکړي دي.

د نوموړي په خبره، لس میاشتې وړاندې یې ورور له دولت شاه ولسوالۍ یوې بلې سیمې ته روان و چې د ماين د چاودنې قرباني شو.

امیر جان زیاتوي: «دلته لغمان کې اوس هم ناچاوده ماینونه شته زما ورور په کې دوه پېښې له لاسه ورکړي، نه یوازې دولت شاه کې بلکې الینګار، قرغیو، بادپښ او نورو ولسوالیو د تیر شلو کلونو ماینونه شته چې طالبانو به د تیر حکومت عسکرو او موټر ته ایښودل ځینې چاودل او ځینې یې لاهم پاتې دي.»

په همدې حال لغمان کې طالب چارواکي هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ناچاوده ماینونو شتون مني او وایي، دا ستونزه یې د ماین پاکۍ له یو شمیر موسېسو سره شریکه کړې او ځینې سیمې یې د ماینونو له خطره پاکې هم اعلان کړې دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان لاهم په نړۍ کې د ماینونو له پلوه، یو له ککړو هېوادونو څخه دی.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ماینونه له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې او وروسته د کلونو میراث پاتې دي او د ځمکې لویې سیمې او یو زیات شمېر مهمې زېربناوې په ماینونو ککړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه