اطلاعات روز: د پاکستان د بلوچستان ايالت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي د افغانستان طالبان له اسلام اباد سره په «دوه ګونې» لوبه تورن کړي او ويلي يې دي چې دا ډله په پاکستان کې په شويو «ترهګريزو» بريدونو کې د ښکېلو عناصرو د ور سپارلو په اړه د پاکستان غوښتنې په پام کې نه نيسي.
د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، دې پاکستاني چارواکي د شنبې په ورځ په يوه رسنيز کانفرانس کې ويلي چې پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي چې اسلام اباد د کومو «تروريستانو» لړليک ورسپارلی، هغوی دې ورته وسپاري خو د طالبانو اوسني واکمنو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
پاکستان تېره اونۍ د طالبانو سفير احضار کړی و او د حافظ ګل بهادر د ورسپارلو په شمول چې په بنو کې د ۲۶ نومبر د ځانمرګي بريد مسووليت يې منلی و، د خپلو غوښتنو يو لړليک ورسپارلی. طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
همدا راز اڅکزي ويلي چې پاکستان به خپلو غوښتنو ته رسېږي.
ده همدا راز ويلي چې د بنو په وروستي بريد کې افغان وګړي ښکېل و او د دې هيواد وګړي چې په پاکستانۍ پېژندپاڼو په پاکستان کې اوسي، دې هيواد ته امنيتي خطر دي.
د پاکستان دې ايالتي چارواکي ټينګار کړی چې «د افغانستان هيڅ وګړي ته به له پاسپورټ او ويزې پرته پاکستان ته د راتګ اجازه ورنه کړل شي».
پاکستان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بريدونه زيات شوي او د افغانستان وګړي هم پکې ښکېل دي.
د پاکستان په اند، د پاکستاني طالبانو په شمول تروريستي ډلې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پناهځايونه لري.
خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره او وګړي يې د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه دي.
