اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه په ليرې پرتې تروې ولسوالۍ کې نن (شنبه، ۱۱ د ليندۍ) د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ رياست مسوولين وايي، په دې ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري يو انتن فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د تېرو دوو لسيزو پر مهال له پاکستاني سيمکارتونو استفاده کوله.
تروه يوه له پراخو مساحت لرونکو ولسواليو څخه ده، ځايي خلک يې له نورو مخابراتي کمپنيو هم غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې دې خدمات پيل کړي.
تروه ولسوالۍ په تېرو ۱۶ کلونو کې د جګړو له امله کلابنده وه او اوسېدونکي يې له مخابراتي خدماتو سره-سره د ژوند له ګڼو نورو اسانتياوو هم بې برخې وو.
