اطلاعات روز: د پاکستاني دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې تر اوسه ۴۰۲ زره او ۳۱۲ غير قانوني افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه کړل شوي دي.
پاکستان راډيو نن (شنبه، ۱۱ د ليندۍ) په يوه خبر کې ليکلي، چې يوازې پرون درې زره او ۷۷۶ افغان وګړي خپل وطن ته ستانه کړل شوي.
دې رسنۍ زياته کړې، چې د افغان وګړو په ګډون خپلو هيوادونو ته د غير قانوني پرديو وګړو ستنول دوام لري.
پاکستان د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان د ۱.۷ ميليونه وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې دا هيواد دې پرېږدي، کنه وبه شړل شي.
له پاکستانه د کډوالو راستنېدل او شړل په افغانستان کې بشري کړکېچ نور هم زيات کړی دی.
