اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، چې د افغانستان طالبانو د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د ګواښونو د شنډولو لپاره معلوم ضمانتونه ورکړي دي.
د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ له راپور سره سم، بلوڅ پرون جمعه (۱۰ د ليندۍ) په يوه خبري کانفرانس کې ويلي، چې اسلام اباد پر تروريستي پټنځايونو د پرېکنده اقدام لټه کې دی.
نوموړې په عين حال کې ويلي: «موږ ډېر ناهيلي يو، د افغانستان له چارواکو چې مو د څه هېله درلوده، تر اوسه مو نه ده ليدلې.»
سره له دې چې د پاکستان ناهيلي پر ځای ده، خو د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټينګار کړی چې «د اړيکو چينلونه» بايد دوام ولري.
بلوڅ ويلي: «موږ به پر افغان چارواکو خپل اغېز ته دوام ورکړو تر څو د دې تروريستي ډلو پر خلاف موثر اقدامات وکړي … زموږ غوښتنو ته په پام، د افغانستان د چارواکو له لوري ځانګړي ضمانتونه راکړل شوي دي.»
تېره اونۍ پاکستان د حافظ ګل بهادر د ورسپارلو په ګډون چې د نوامبر پر ۲۶مه په بنو کې د بريد مسوول دی، يو لړ غوښتنې وړاندې کړې دي.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې دا بريد د يوه افغان له لوري شوی و.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د غوښتنو د لړليک په اړه دې نور جزييات وړاندې کړي، وويل: «دا خبرې-اترې دوام لري او زه نه غواړم هغه ټول جزييات په ډاګه کړم چې لاهم د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحث پرې کېږي.»
دې زياته کړې چې د پاکستان دريځ روښانه دی چې بايد د دې ترهګرو ډلو پر خلاف اغېزناک او معنادار اقدام وشي. ممتاز زهرا بلوڅ ټينګار کړی: «موږ بايد د هغو ملموسو اقداماتو د پايلو شاهدان شو چې افغانستان (طالبان) يې د دې ترهګرو ډلو پر خلاف کوي.»
