اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې تر دې وروسته خلګ کولای شي په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او يا هم زر ډالر له خپلو بانکي حسابونو وباسي.
دې بانک نن (پنجشنبه، ۹ د ليندۍ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا دستور د شخصي بانکي حسابونو په اړه د اجرا وړ دی.
د دې بانک په اعلاميه کې راغلي چې که يو کس وغواړي په مياشت کې يو-یو ځل له خپلو درو بانکي حسابونو پيسې وباسي، کولای شي درې زره ډالر يا هم ۲۵۰ زره افغانۍ وباسي.
دې بانک همدا راز ويلي چې دولتي او غير دولتي شرکتونه کولای شي په سوداګريزو بانکونو کې له خپلو بانکي زېرمو په مياشت کې پنځه سلنه وباسي، خو په دې شرط چې په مياشت کې تر ۱۰۰ زره ډالرو او يا هم په نورو اسعارو تر همدومره کچې زياتې پيسې نه وي.
تر دې وړاندې خلګو کولای شوای چې په اونۍ کې له خپلو بانکي حسابونو ۵۰ زره افغانۍ يا هم ۶۰۰ ډالر او په مياشت کې ۲۰۰ زره افغانۍ يا هم دوه زره ډالر وباسي.
پر افغانستان د طالبانو تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته، د دې ډلې له لوري له بانکونو د پيسو پر ايستلو ګڼ بنديزونه لګېدلي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک وايي چې هڅه کوي د هيواد د بانکونو فعاليت عادي حالت ته راولي.
