اطلاعات روز: په ننګرهار، ارزګان او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دریو جلا ترافیکي پیښو له امله درې تنه مړه او ۶ تنه نور ژوبل شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، د دغه ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه میرمن مړه او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۹ د لیندۍ) د غني خېلو ولسوالۍ اړوند ۲۶مې ویالې سیمه کې را منځته شوې.
د ده په خبره، چې یاده پېښه له یوې ونې سره د یو ټوډي موټر د ټکر له امله شوې، چې یوې ښځې په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
دغه راز ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یو موټر د اوښتو له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګان وایي، چې پیښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ د لیندۍ) د یادې ولسوالۍ په «پاتان» نومې سیمه کې شوې ده.
هغه زیاتوي، چې یاده پیښه کې ټپي کس روغتون استول شوی، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
ورته مهال بیا جوزجان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې دغلته د یو موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالستار حليمي وايي، دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوې، چې يو «دوه سیټه» ډوله موټر د شبرغان ښار-قوش تیپې ولسوالۍ پر لاره له سړک څخه اوښتی دی.
طالب چارواکي د دغو دریواړو ترافیکي پیښو لامل ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي یادوي.
په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ او په دې وروستیو کې د پاکستان لاس موټرو ته د طالبانو له لوري اجازه ورکول بلل کېږي.
