واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ختیځو ولایتونو کې ګڼې لویې ټولګټې پروژې په ټپه درېدلي، چې د دې ولایتونو اوسېدونکي اوس له طالبانو غوښتنه کوي چې د نیمګړو پروژو چارې دې بیرته پېل کړي.
د کابل ـ جلال آباد لویه لار، د تورخم ـ جلال آباد لویه لار، د اسعد آباد ـ پارون لویه لار، د لغمان شاهي کانال هغه سترې پروژې دي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې چارې په ټپه درېدلي او ختیځوال یې د چارو د بیرته پېل غوښتنه کوي.

بل لور ته ختیځ کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، له مرکزي چارواکو سره یې په دې تړاو خبرې شوي او په خبره یې چې هېله شته نږدې راتلوونکي کې به د نیمه پاتې ټولګټو پروژو په ټپه درېدلې چارې پېل شي.
د ننګرهار اوسېدونکی کریم ناصري وايي، وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې په ختیځو ولایتونو کې د ګڼو لویو پروژو چارې په ټپه درېدلي، چې تر اوسه یې طالبانو په اړه کوم روښانه تصمیم نه دی نیولی.
نوموړي وویل: «زمونږ غوښتنه دا ده، چې د کابل ـ جلال آباد سړک، د تورخم ـ جلال آباد سړک، د اسعد آباد ـ پارون سړک، د لغمان شاهي کانال ستره پروژه او یو شمېر نورې پروژې چې د جمهوریت له سقوط وروسته درېدلي باید امارت پرې کار شروع کړي، له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به وطن هم د آبادۍ ګامونه واخلي او بله غوښتنه مو دا ده، چې اوسنی حکومت دې مشرقي ولایتونو ته بودیجه هم زیاته کړي؛ ځکه نفوس یې زیات شوی او تر اوسه همغه پخوانۍ بودیجه راځي، چې له همدې امله مشکلات ورځ بلې ته په ډېرېدو دي.»

ختیځ مېشتي دغه راز د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د کونړ سیند د اوبو د مهار او پر دغه سیند د برېښنا د بندونو جوړولو لپاره دې هم عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو خلک له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.
د دوی په خبره، په دې برخه کې ورسره له اوږدو کلونو را هیسې ژمنې تازه کېږي او زیاتوي، چې د طالبانو حکومت دې ولسونو سره د ژمنو د تازه کولو پر ځای کوټلي اقدامات وکړي، ترڅو له دې لارې خلک خپلو هیلو ته ورسېږي.
د کونړ اوسېدونکی حاجي شېرمحمد وايي: «زما غوښتنه دا ده، چې امارت دې د ولسونو په همکارۍ د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي، ځکه کافي اوبه لرو خو نور څوک ترې استفاده کوي او په خپلو شته اوبو کې مو نورو ته د احتیاج لاس نیولی، که امارت یې نه شي کولای ولسونه یې په خپل مټ جوړولی شي، خو طالبان دې ورته زمینه برابره کړي.»

بل لور ته ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي هم د ولسونو غوښتنې او نیوکې مني او وايي، چې د لویو په ټپه درېدلو ټولګټو پروژو د بیا پېل موضوع یې له خپلو مرکزي چارواکو سره شریکه کړې او هیله مند دي، چې ژر یې د جوړېدو چارې پېل شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري نور محمد حنیف وویل: « مونږ په ننګرهار کې د لویو پروژو د پېل په اړه له مرکزي حکومت سره خبرې کړي، د ټولو پروژو د بیا پیل په اړه مو ورسره خبرې کړي، هغوی راته ډاډ راکړی، چې پام ورته کوي او زمونږ هیله دا ده، چې ژر یې د جوړېدو چارې پېل شي.»

نیوکې دا دي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې خپله پاملرنه یوازې پر عایداتي ادارو زیاته کړې او ټولې هغه پروژې یې له پامه غورځولي، چې ډېره ګټه هېواد او عامو خلکو ته رسېږي.
ختیځ مېشتي وايي، طالبانو هم د پخوانیو چارواکو په څېر یوازې د ژمنو پر تازه کولو تمرکز کړی او په عمل کې یې هېڅ ډول حرکت نشته، چې د دوی د ناغېړۍ له امله ولسي خلک له سختو اقتصادي ستونزو او د بېکارۍ له پراخې څپې سره مخ دي.
دوی غوښتنه کوي، چې طالبان دې تر بل هر څه ملي ګټو او د سترو په ټپه درېدلیو ټولګټو پروژو د بیا پېل لپاره خپله توجه زیاته کړي، ترڅو د اقتصاد له پلوه خلک په خپلو پښو ودریږي.
