اطلاعات روز: د بشر حقونو څار ويلي، چې پاکستاني چارواکو د افغان وګړو پر خلاف پراخې سرغړونې کړي تر څو هغوی اړ کړي چې خپل هيواد ته ولاړ شي. د دې بنسټ په وينا، پاکستاني پوليسو د کډوالو مالونه او څاروي ضبط کړي او د هغوی کورونه يې ويجاړ کړي دي.
د بشر حقونو اسيايي مديرې الين پيرسون ويلي، چې پاکستاني چارواکو افغانانو ته يو جبري چاپېريال جوړ کړی تر څو هغوی اړ کړي چې په افغانستان کې خطرناکو شرايطو ته ستانه شي.
د بشر حقونو د څار په راپور کې چې پرون (سېشنبه، ۷ د ليندۍ) خپور شوی، په کې راغلي چې پاکستاني پوليسو دشپې د کډوالو پر کورونو بريد کړی او هغوی يې وهلي، ګواښلي او نيولي دي.
ملګرو ملتونو او د کډوالۍ نړيوال سازمان (آی او ايم) راپور ورکړی چې له پاکستانه تلونکو ۹۲ سلنه افغانانو ويلي، چې د پاکستاني چارواکو له نيول کېدو وېره لري.
د بشر حقونو د څار په راپور کې راغلي چې پاکستاني پولیسو همدا راز د رشوت غوښتنه کړې او د افغان وګړو جواهرات، څاروي او نور مالونه يې ترې اخيستي او کورونه يې ورته په بلډوزر وران کړي دي.
د بشر حقونو د څار له راپور سره سم، پاکستاني چارواکو له دې هيواده تلونکو افغانانو ته د نفر پر سر تر ۵۰ زره د زياتو کالدارو (۱۸۵ ډالر) د لېږد اجازه نه ده ورکړې، له همدې کبله ډېری کډوالو خپله شتمني پرېيښې او تقريبا افغانستان ته فقير ستنېږي.
همدا راز کډوالو ښځو د بشر حقونو څار ته ويلي، چې پاکستاني پوليسو ځينې وخت ښځې او نجونې په جنسي ډول ځورولې دي او هغوی يې په جنسي تېري ګواښلې دي.
د بشر حقونو څار زياته کړې چې له راپورونو سره سم، پاکستاني چارواکو همدا راز له هغو افغان وګړو چې متحده ايالاتو، برېتانيا او نورو هيوادونو ته انتقالېږي، د خروج ۸۳۰ ډالر غواړي.
د بشر حقونو څار زياته کړې چې د کډوالو ايستل د شکنجې پر خلاف د ملګرو ملتونو د کنوانسيون د يوه طرف په توګه د پاکستان د تعهداتو نقض دی.
دې بنسټ ټينګار کړی، چې پاکستانی دولت بايد د پوليسو سرغړونې او د ايستلو ګواښ ختم کړي او د افغان کډوالو د ثبت د پېلولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کميشنرۍ سره همکاري وکړي.
د بشر حقونو څار ويلي، چې متحده ايالات، برېتانيا، جرمني او کاناډا بايد د ښځو او نجونو، همجنسپالانو، د بشر حقونو فعالانو او ورځپاڼه ليکونکو په ګډون له خطر سره د مخ وګړو انتقال تېز کړي.
پيرسون ويلي: «کومو دولتونو چې ژمنه کړې چې له خطر سره مخ افغانان به ځای پر ځای کوي، بايد دا پروسې تېزې کړي او په عين حال کې پاکستان تر فشار لاندې راولي تر څو د بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»
