په کندهار او فارياب کې د يوې نجلۍ په ګډون درو تنو «ځان وژنې» کړې دي

اطلاعات روز: د کندهار په سپين بولدک او د فارياب په بلچراغ او دولت اباد ولسواليو کې د درو بېلابېلو پېښو پر مهال دوو نارينه‌وو او يوې نجلۍ ځان وژنې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو پوليس وايي چې تېره شپه (۶ د ليندۍ) د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند «حاجي ظاهر» کلي کې د «عبدالله» په نوم يوه دوه ويشت کلن ځوان د ماما په کور کې ځان زندۍ کړی دی.

د طالبانو د پوليسو په وينا، دا ځوان د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د «ريګو» سيمې اصلي اوسیدونکی و.

د طالبانو پوليسو ويلي، دا ځوان چې له لسو ورځو را په دې خوا سپين بولدک ولسوالۍ ته د مزدورۍ لپاره راغلی و، له څه وخت راهيسې په رواني ناروغۍ اخته و.

همدا راز سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د ليندۍ) د «دين محمد» په نوم يوه ځوان ځلمي د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ په «کوليان» کلي کې ځان راځړولی دی.

د دې ځوان د ځان وژنې لامل کورنی جنجال ښوول شوی.

سرچينو ويلي چې دې ځوان دوې ورځې وړاندې له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې او تر دې وروسته له کوره وتلی.

د سرچينو له وينا سره سم، د دې ځوان پلار د هغه راځړېدلی مړ د باغ په شاوخوا کې له يوې کنډوالې څخه تر لاسه کړی.

په يوه بله پېښه کې تېره ورځ د «ښايستې» په نوم يوې ۱۹ کلنې نجلۍ د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په «پلوردي» کلي کې «خپل ځان راځړولی».

يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا نجلۍ کوژدن شوې وه او د نامعلومو دلايلو له وجې يې «ځان وژنه کړې».

په فارياب کې د طالبانو مسوولينو تر اوسه د دې دوو تنو د ځان وژنې په اړه رسنيو ته څه نه دې ويلي.

د تېرو دوو کلونو پر مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د ځوانانو او نجونو ځان وژنې زياتې شوې دي.

د فقر، بې‌کارۍ، خپګان او رواني ناروغيو تر څنګ رواني درملنو ته نه لاسرسی هم په هيواد کې د ځان وژنو اصلي لامل ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه