د هرات امنيتي خبرې-اترې؛ مياخېل: له افراطيت سره د مبارزې لپاره د يوې واحدې پرېکړې په کولو ونه توانېدو

Photo: AISS_Afg

اطلاعات روز: د دفاع وزارت پخوانی مرستيال او په بهر کې د طالبانو د مخالفو جريانونو غړی شاه محمود میاخېل وايي، چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې له افراطيت سره د مبارزې لپاره يوه واحده پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي په تاجکستان کې د هرات د امنيتي خبرو-اترو د کانفرانس پر مهال تر «ملي خبرو-اترو: د يوه ډيموکراټيک افغانستان پر لور» عنوان لاندې يوه ګردي ميز کې ويلي: «موږ په دې دوه نيمو کلونو کې ونه توانېدو چې له افراطيت سره د مبارزې لپاره واحد تصميم ونيسو.»

ده زياته کړې چې د اوسني افغانستان لپاره پخوانی روايت، فکر او پاليسي کار نه ورکوي.

د خبرو-اترو په دې ميز کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنيو اړيکو مسوول علی‌میثم نظري ويلي، چې يوه مشروع ولسي نظام ته د رسېدلو لپاره د دې جبهې اراده تر هيڅ بهرني هيواد پورې نه ده تړلې.

ده ويلي: «د طالب مستبدې ډلې او د خلکو وضعیت ته په پام د ملي مقاومت جبهې ستراتېژي داده چې طالبان وننګوي … زموږ هڅه داده چې ثابته کړو چې طالب ماتېدونکی دی؛ هغه که په نظامي توګه وي او که په سياسي.»

د نظري په وينا، «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» لومړيتوب د طالبانو ننګول او د برياليتوب هيلې ژوندۍ ساتل دي.

محمد امین کریم بیا «ملي خبرو-اترو: د يوه ډيموکراټیک افغانستان پر لور» میز کې د وروستيو دوو کلونو پر مهال د راغلو بدلونونو دفاع کړې او ويلي يې دي: «زه د دوو وروستيو کلونو پر مهال په افغانستان کې د بدلونونو پلوي يم. موږ بايد يو-بل ومنو.»

ده د طالبانو حکومت هم «نظام» بللی دی. شاه محمود مياخېل د محمد امين کريم څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي: «نظام يو بېل تعريف لري، نه شو کولای د طالبانو رژيم نظام وګڼو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه