اطلاعات روز: د پاکستان پوځ ويلي چې د دې هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښار کې د امنيتي ځواکونو پر کتار ځانمرګی بريدګر افغان و او د پاکستاني طالبانو له خوځښت څخه له جلا شوې حافظ ګل بهادر ډلې سره يې تړاو درلود.
د پاکستاني پوځ رسنيزې څانګې ويلي چې دې ځانمرګي بريدګر پرون (يکشنبه، ۵ د ليندۍ) د بنو په بکاخېل سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کړی دی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ملکي وګړي او درې سرتېري ژوبل شوي دي.
پاکستاني پوځ ويلي چې په سيمه کې د ترهګرو د ختمولو لپاره د تصفيې عمليات روان دي.
پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هيواد کې بريدونه زيات شوي او په دې بريدونو کې د افغانستان وګړي هم ښکېل دي.
يو څه وخت وړاندې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انور الحق کاکړ ويلي و چې د دوو وروستيو کلونو پر مهال ۱۵ افغان وګړو په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه کړي او ۶۴ تنه نور افغانان له تروريزم سره د مبارزې پر مهال د دې هيواد د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د افغانستان طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوي.
پاکستاني چارواکي وايي چې له پاکستانه د «غير قانوني» کډوالو ايستل د ترهګريزو فعاليتونو په وړاندې د اقداماتو يوه برخه ده.
