اطلاعات روز: پخواني «جهادي» قومندان محمد اسماعيل خان په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل نړيواله دسيسه بللې او ويلي يې دي چې د دوحې د توافق رامنځ ته کوونکو او نړۍ چې کوم کار کړی دی، پرې پښېمانه دي.
ده چې د هرات په امنيتي کانفرانس کې يې ګډون کړی دی، د دې غونډې په څنډو کې يې خبريالانو ته ويلي چې اوس مهال افغانستان له «سترې» ننګونې سره مخ دی او دا ننګونه يوازې افغانستان ته متوجې نه ده، بلکې سيمه او نړۍ هم رانغاړي.
اسماعيل د دوحې توافقليک يو اړخيز ګڼلی او ويلي يې دي چې د دې طرحې را منځ ته کوونکي پښېمانه دي.
د ده په وينا، د دې توافق را منځ ته کوونکو دا توجيه وړاندې کوله چې طالبان بدل شوي دي، خو اوس پوه شوي دي چې طالبانو نه يوازې بدلون نه دی کړی، بلکې تر پخوا نور هم سختدريځي شوي.
اسماعيل خان ويلي چې دی او همفکره کسان يې هڅه کوي چې «هيواد له اوسنيو بدو شرايطو د خبرو-اترو له لارې وژغوري او که د خبرو-اترو له لارې ونشي نو له هغو لارو به [کار اخلي چې په وسيله يې] افغانستان پخوا ژغورل شوی.»
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوو کلونو په تېرېدو سره ولې وضعيت نه دی بدل شوی، وويل چې «تر لوی بدلون او نړيوالې دسيسې وروسته يو څه وخت ته اړتيا ده، تر څو کارونه راپيل او ذهنيتونه چمتو شي».
اسماعيل خان زياته کړې چې نړۍ په لومړي سر کې په وياړ د طالبانو ملاتړ کاوه، خو نن پښېمانه ده. ده ويلي چې يوه فرصت ته اړتيا وه تر څو د افغانستان خلګ او نړۍ په هغې تېروتنې پوه شي چې کړې يې ده.
د هرات د امنيتي کانفرانس يوولسم دور د تاجيکستان په دوشنبې ښار کې په «افغانستان ته بيا کتنه؛ متفاوتې حللارې» عنوان سره روان دی او سبا به هم دوام وکړي.
د دې غونډې ۱۵۰ تنه ګډونوال تر ډېره حده د طالبانو مخالف سياستوال، کارپوهان او د ځينو هيوادونو سياستوال او استازي دي.
