اطلاعات روز: په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او د دې هيواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د افغانستان، ايران او پاکستان لپاره د هند د بهرنيو چارو د وزارت له منشي جي پي سینګ سره د افغانستان په چارو کې د سيمهييزې تماس ډلې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
قمي پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې په دې خبرو کې له افغانستان سره د اقتصادي مناسباتو په پراختيا کې د چابهار بندر پر ځانګړي رول هم بحث شوی دی.
قمي ويلي: «د هند د بهرنيو چارو وزارت له سيمهييز منشي ښاغلي جي پي سينګ سره په رغنده خبرو کې له افغانستان سره د اقتصادي مناسباتو د پراختيا لپاره د چابهار بندر پر ځانګړي رول او همدا راز په دې هيواد کې د ثبات او ټيکاو د راوستلو په موخه د سياسي او اقتصادي موضوعاتو د مخته وړلو لپاره د سيمهييزې تماس ډلې پر جوړولو ټينګار وشو.»
په دې وروستيو کې يو طالب پلاوي ايران ته سفر کړی و او چابهار بندر ته يې د افغانستان د لاسرسي درلودو لپاره د اسانتياوو غوښتنه کړې وه. ايراني چارواکو ډاډ ورکړی و چې له چابهار بندر څخه د افغانستان د استفادې لپاره به امکانات برابروي.
د ايران سويل ختيځ کې چابهار بندر افغانستان د عدن خليج او عربي اقيانوس له لارې له هند سره وصلوي.
ايران، هند او افغانستان د ۱۳۹۵ کال پر مهال د دې بندر د پراختيا لپاره درې اړخيز هوکړه ليک لاسليک کړ.
چابهار کېدلای شي د افغانستان لپاره د پاکستاني بندرونو ځایناستی شي چې اوسمهال ترې د صادراتو او وارداتو لپاره استفاده کوي.
