اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د يوناما د رييسې رزا اوتنبايوا او د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت د سرپرست امير خان متقي تر منځ د ليدنې خبر ورکړی.
يوناما نن (يکشنبه، ۵ د ليندۍ) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې په دې ليدنه کې د راستنېدونکو پر اړتياوو، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور او د زده کړې او کار د حق په شمول د ښځو او نجونو د حقونو پر تضمين بحث شوی دی.
يوناما زياته کړې چې اغلې اوتنبايوا په دې ليدنه کې له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو، له نشيي توکو سره د مبارزې او وړو مالي مرستو په برخه کې د هڅو په اړه معلومات ورکړي دي.
د يوناما په اعلاميه کې راغلي چې په دې ليدنه کې «دواړو لورو د را روان ژمي پر مهال د خلګو اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره دوامدار تعامل ته ژمنتيا ښودلې.»
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې په دې ليدنه کې له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو د جبري ايستلو، له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويانو د مرستو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد پر ايکس په خپره کړې اعلاميه کې، د متقي له خولې ليکلي چې هيوادونه بايد له خپلو رسمي ادرسونو له طالبانو سره تعامل وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست زياته کړې چې هيوادونه او نړيوال سازمانونه «بايد د موازي او اضافي ميکانيزمونو د را منځ ته کولو پر ځای په افغانستان کې شته ميکانيزمونه پياوړي کړي».
طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهيسې بيا-بيا له دې ډلې سره د تعامل غوښتنه کړې او له خپلو سياسي مخالفينو سره د هيوادونو او نړيوالو بنسټونو د استازو پر ليدلو يې نيوکې کړې دي.
په عين مهال کې مدني فعالان او د بشري او ښځينه حقونو مدافعين له طالبانو سره د ملګرو ملتونو او هيوادونو پر تعامل نيوکې کوي او د دې ډلې «سپيناوی» يې ګڼي.
