کونړ کې د طالبانو په ملاتړ د دیني مدرسو زیاتوالی؛ کونړ میشتي: هیواد یوازې په مدرسو نه ابادیږي طالبان باید عصري زده کړو ته هم پام وکړي

انځور: خواله رسنۍ

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له زده کړو د نجونو د منع کولو ترڅنګ په کونړ کې د دیني مدرسو د جوړولو بازار ګرم شوی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د طالبانو په ملاتړ ګڼې نوې مدرسې جوړې شوي او دغه لړۍ لاهم په چټکۍ دوام لري.

د کونړ اوسېدونکي وايي، طالبان دې د نجونو پر وړاندې توپیري چلند پرېږدي او اجازه دې ورکړي، چې نجونې هم د نارینه وو په څېر په عصري علومو کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو منع کول او د خپلو فکري مدرسو زیاتوالی د ښځینه قشر پر وړاندې توپیري چلند او د بشري حقونو ضد کار بولي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی سید عارف وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یادې ډلې په ملاتړ خصوصي او کلیوالي مدرسو جوړېدو ته د خلکو پام زیات شوی، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼې نوې خصوصي او او کلیوالي مدرسې جوړې شوې دي.

نوموی زیاتوي، چې طالبان له ملي بودیجې څخه په ګټې اخېستنې د خپلو فکري مدرسو ملاتړ کوي، خو وایي، چې دغې ډلې د ټولنې نیم قشر له پامه غورځولی او د څه باندې دوو کالو په تېرېدو یې لاهم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستي.

سید عارف وویل: « له کله چې د طالبانو حکومت راغلی د کونړ په مرکز، څوکۍ، نورګل، خاص کونړ، نرنګ، سرکاڼو، شیګل او نورو ولسوالیو کې پخوانۍ مدرسې هم فعالې شوي او نوې هم جوړې شوي او لاهم دغه کار جریان لري، وخت ناوخت نوې مدرسې جوړېږي او په زیاته اندازه هلکان او جینکۍ مدرسو ته ځي او د زیاتره مدرسو مالي ملاتړ طالبان کوي، چې طالبان بیا دغه ملاتړ له دولتي بودیجې کوي، چې زیان یې ټول ولس ته رسېږي.»

د کونړ شګې مدرسه کې د ختم بخاري په مناسبت جوړه شوې اجماع. انځور: خواله رسنۍ

کونړ مېشتي غوښتنه کوي، چې د طالبانو اوسنی رژیم دې د دیني مدرسو د زیاتوالي ترڅنګ د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او لوړو زده کړو دروازې هم پرانیزي، ترڅو ښځینه قشر د تیارو پرځای د رڼا پر لور ګامونه پورته کړي.

د اسعدآباد ښار اوسېدونکی عمر افغان وايي: « دا ډېر ظلم او زیاتی دی، چې د جینکو پر وړاندې د مکتبونو دروازې بندې وي او ورځ په ورځ دې مدرسې جوړېږي او د ملي شتمنۍ ډېره برخه دې په مدرسو بدلېږي، زما غوښتنه دا ده، چې طالبان که مدرسې جوړوي، نو باید په څنګ کې یې د نجونو ښوونځي هم پرانیزي او اجازه ورکړي، چې نجونې د تعلیم او تحصیل پر مټ خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسيږي.»

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې د امام مسلم مدرسې څخه د ماشومانو او ځوانانو د فراغت غونډه. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ خلک دغه راز اندېښنه لري که د طالبانو حکومت د خپلو فکري مدرسو روان بهیر دوامداره وساتي، وېره شته چې افغانستان به راتلوونکي کې د ترهګرۍ پر ستر مرکز بدل شي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه ګل وايي، افغانستان د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړو ته هم اړتیا لري، چې باید د طالبانو حکومت هم نارینه او هم ښځینه وو ته په دې برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: «زما تشویش دا دی، چې طالبانو یوازې مدرسو ته خپل پام زیات کړی او وطن یوازې په مدرسو نه آبادېږي، امارت باید هم هلکانو او هم جینکیو ته دا زمینه مساعده کړي، چې عصري زده کړې وکړي او خپلو هیلو ته ځان ورسوي.»

موږ هڅه وکړه، چې کونړ کې د نویو جوړو او پخوانیو فعالو شویو خصوصي او کلیوالي مدرسو د شمېر، مالي ملاتړ او په کې پر زده کړو د بوختو زده کوونکو د شمېر په تړاو د یاد ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له زیاتو هلو ځلو سره سره بیا هم د هغوی په نظر اخېستو ونه توانېدو.

کونړ مېشتي له نړۍ والې ټولنې غوښتنه کوي، چې پر طالبانو دې فشارونه زیات کړي، ترڅو دغه ډله د مدرسو د زیاتوالي سربېره د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندې دروازې هم پرانیزي او په مېلیونونو نجونې چې ټولې هېلې یې ښوونځیو او پوهنتونونو پورې تړلې دي ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه