اطلاعات روز: په هرات او زابل کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې په دې ولایتونو کې د دوو ترافیکي پیښو له امله څلور تنه مړه او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
په هرات کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، تېره ورځ (شنبه، ۳ د لیندۍ) د دغه ولایت په ښار کې د یو سراچه ډوله موټر او د طالبانو د یوه رینجر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د دې قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې، یو سراچه ډوله موټر، چې له میرداوود دروازې څخه هرات ښار ته روان و، د طالبانو له یوه رینجر موټر سره، چې له هرات ښار څخه د ۲۰۷ قول اردو پر لور روان و، د مخکې کیدو پر مهال ټکر کړی دی.
خبر پاڼه زیاتوي، چې په دغه ټکر کې په سراچه کې ناست درې تنه مړه او د رینجر چلوونکي په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز د زابل کې په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پیښې له امله یو کس مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
زابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، دغه پېښه تېره شپه ناوخته شهر صفا ولسوالۍ کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې یاده مرګ ژوبله اوښتې.
جوهر د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ټپيان د شهر صفا ولسوالۍ کلینیک ته تر لیږدولو وروسته د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه د دغه پیښې لامل د موټر سایکل چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
هره ورځ د هیواد له ولایتونو څخه د ګڼو مرګونو ترافیکي پيښو خبر ورکول کېږي. بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
