اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې د ژمي په موسم کې دې د افغان بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو ايستل ودروي.
د دې بنسټ وياند بابر بلوچ رويټرز خبري اژانس ته ژمی سخت موسم ياد کړی او ويلي يې دي چې يخني کولای شي د انسانانو ژوند واخلي.
ده ويلي: «د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د پاکستان له دولته غواړي چې د ژمي په سخت موسم کې دې دا [د کډوالو د ايستلو بهير] ودروي، ځکه په افغانستان کې يخني وژونکې ده او کولای شي د انسانانو ژوند واخلي.»
بابر بلوچ زياته کړې: «موږ د ښځو، ماشومانو او ناهيلو نارينهوو په اړه خبرې کوو چې روان دي او په ډلييزه توګه پاکستان پرېږدي.»
پاکستان د افغانستان د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته يوه مياشت وخت ورکړی و چې دا هيواد دې پرېږدي.
د شمېرو له مخې، د اکتوبر له لومړۍ نيټې بيا تراوسه له پاکستانه افغانستان ته ۳۷۰ زره افغانان راستانه شوي او يا را شړل شوي دي.
د رويټرز د راپور له مخې، پاکستاني پوليس د پناه غوښتونکو په ښارګوټو کې کورونه پلټي او چا چې دا هيواد په رضاکاره توګه نه دی پرېيښی ښايي بې اسناده وګړي وباسي.
