په کندهار کې د طالبانو د وزيرانو شورا دوه ورځنۍ غونډه د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ جوړه شوه

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دې ډلې د وزيرانو شورا دوه ورځنۍ غونډه په کندهار ښار کې د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ جوړه شوه.

ښاغلي مجاهد نن (چهارشنبه، ۱ د ليندۍ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا غونډه د لړم پر ۲۸ او ۲۹ نېټو جوړه شوې ده.

د دې اعلاميې پر اساس، هبت الله اخوندزاده طالب چارواکو ته ويلي چې د دوی اصلي مسووليت د «شرعي موازينو پلي کول» او «خلګو ته خدمت» کول دي.

د طالبانو رهبر د دې ډلې چارواکو ته ويلي چې هره دوره تېرېږي او دوی بايد د زور پر ځای په هڅونه او ترغيب سره خلګ «دين او اسلامي اخلاقو» ته راوبولي.

ده همدا راز طالب چارواکو ته ويلي چې د پخواني حکومت له «بدنامو مسوولينو» دې «عبرت» واخلي او د «جهاد دورې» عادات دې نه هېروي.

د طالبانو وياند په خپله اعلاميه کې ويلي چې په دې غونډه کې د دې ډلې يو شمېر چارواکو خپل کاري راپورونه او فعاليتونه هم وړاندې کړي دي.

د دې اعلاميې پر اساس، په دې لړ کې د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر او د طالبانو د سوداګرۍ او وزارت سرپرست نور الدين عزيزي ايران او پاکستان ته د خپل سفر په تړاو راپورونه وړاندې کړي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې په دې غونډه کې د صادراتو، وارداتو، ترانزيټ او د روان کال د ژمي پر مهال پر وخت د سونتوکو او غذايي موادو د چمتووالي او تحويل په تړاو بحثونه او پرېکړي شوې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د مرکزي بانک لپاره د طالبانو سرپرست هدايت الله بدري او د دې ډلې د لومړي وزير اداري مرستيال د افغانستان د پولي واحد د ثبات او له پاکستانه د کډوالو او پناه غوښتونکو د راستنېدو په اړه راپور ورکړی.

د طالبانو د وياند په اعلاميه کې راغلي چې هبت الله اخوندزاده د دې ډلې ټولو چارواکو ته امر کړی چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو او پناه غوښتونکو ته رسيدګۍ ته دې لومړيتوب ورکړي.

په دې اعلاميه کې همدا راز راغلي چې د دې دوې ورځنۍ غونډې پر مهال طالب چارواکو له ګاونډيو او نورو هيوادونو سره د اړيکو پر پراختيا او په هيواد کې د روان سياسي وضعيت او ستونزو په تړاو بحثونه کړي دي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د «رغنده سياستونو» د تطبيق لپاره د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په سرپرستۍ سياسي کميسيون ته دنده سپارل شوې چې د دې ډلې کورنۍ او بهرنۍ تګلاره دې برابره کړي.

طالب چارواکو په دې غونډه کې پر عصري او ديني زده کړو هم بحث کړی دی، خو د دې ډلې په اعلاميه کې د ښځو او نجونو زده کړو ته اشاره نه ده شوې.

د طالبانو د وياند په اعلاميه کې د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د دې ډلې د وزيرانو شورا د دوې ورځنۍ غونډې د پرېکړو په اړه جزييات نه دې خپاره شوي.

پر افغانستان د طالبانو له دويم ځل واکمنېدو راهيسې، دا لومړی ځل دی چې د دې ډلې د کابينې غړي په کندهار کې غونډه کوي.

طالبان وايي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په کندهار کې مېشت دی او د دې ښار په بېلابېلو برخو کې فرمانونه او امرونه ورکوي.

د طالبانو عمومي وياند ذبيح الله مجاهد هم تر اوسه په کندهار کې مېشت دی او د دې ډلې رسمي اعلاميې له همدې ښاره خپروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه