ملګري ملتونه: تر اوسه له پاکستانه افغانستان ته ۳۷۴ زره تنه ستانه شوي

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ وايي چې د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د اکتوبر پر درېيمه نېټه د پاکستاني دولت د پرېکړي د اعلان له مهاله، بيا تر اوسه ۳۷۴ زره تنه له دې هيواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ استازې فليپا کنډلر پرون (سې‌شنبه، ۳۰ د لړم) په جينيوا کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال وويل چې دا افراد تر ډېره حده په تلوار او بېړه افغانستان ته تللي دي.

دې زياته کړې، موږ وينو چې زيات افغان کډوال نيول کېږي او له پاکستانه شړل کېږي او د دې هيواد د ځايي چارواکو اقداماتو کډوال او پناه غوښتونکي وېرولي دي.

په پاکستان کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ استازې ويلي، افغانستان ته په داسې شرايطو کې «ډلييزه ستنېدنه» چې هوا مخ پر سړېدو ده بشري کړکېچ زياتوي.

دې زياته کړې، پر پولو چې کوم کسان افغانستان ته ځي له ځورونې او بد چلند څخه شکايت کوي. د دې په وينا، ښځې او ماشومان په هغو کسانو کې شامل دي چې د خپلو غوټو له بارولو او ستنېدو پرته ورسره بله چاره نشته.

فيلپيا کنډلر ويلي، د ښځو او ماشومانو په شمول ډېری افراد چې افغانستان ته ستانه شوي متضرر دي؛ او ټينګار يې کړی دی چې که سرپناه ورته برابره نشي، نو ښايي په ژمي کې مړه شي.

دې ويلي، دا افراد بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او د ملګرو ملتونو کارمندان پر پولو هغوی ته د مرستو رسولو هڅې کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ استازې ويلي، دې بنسټ له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته هر ډول ستنېدونه بايد «داوطلبانه، باعزته او باامنه» وي.

دې بنسټ همدا راز له پاکستانه غوښتي چې د پلټڼې يو سيسټم دې جوړ کړي تر څو هغه خلګ پکې تشخيص شي چې متضرر وي او نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري او په دې توګه داسې يو سيسټم را منځ ته شي چې هم د پاکستان امنيتي اندېښنې ځواب کړي او هم د افغانستان هغو وګړو ته رسيدګي وشي چې د امنيت په لټه دي.

په پاکستان کې د دې بنسټ استازې ويلي چې موږ د پاکستان په وړاندې پرتو ننګونو ته د رسيدګۍ او په دې هيواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ په موخه د نورو خبرو په هڅو کې يو.  

پاکستان تر ۱.۷۳ ميليون زياتو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و چې دا هيواد دې پرېږدي، کنه نو د دې مودې په پای ته رسېدو سره به يې د نيولو او ايستلو لړۍ پيل کړي.

د ملګرو ملتونو بنسټونه وايي چې هره ورځ په زرګونو تنه افغانستان ته راځي او د ژمي رانژدې کېدو ته په پام سره، بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه