اطلاعات روز: د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړي بنسټ يا هم نی د ټلويزیون په نړيواله ورځ ويلي، چې پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۵۲ سلنه انځوريزو رسنيو فعاليت بند شوی دی.
نن (سېشنبه، ۳۰ د لړم) د نوامبر ۲۱مه د ټلويزیون نړيواله ورځ ده.
نی د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې سږکال د ټلويزیون نړيواله ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې د افغانستان تر نيمايي زياتې انځوريزې رسنۍ فعاليت نه کوي.
د دې بنسټ په وينا، ارزونې يې ښيي چې د افغانستان له ۱۴۷ ټلويزیونونو څخه ۷۷ يې د اقتصادي ستونزو له کبله خپرونې بندې کړې دي.
نی وايي، چې ټلويزیون د تېرو دوو لسيزو پر مهال د يوې انځوريزې رسنۍ په توګه د ازادۍ د بيان د تمثيل، معلوماتو رسونې او عامه اذهانو په روښانه کولو کې مهم رول درلودلی دی.
دې بنسټ زياته کړې، چې د رسنيو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د انځوريزو رسنيو کاري وضعيت قناعت بښونکی نه دی او د رسنيو له ملي او نړيوالو ملاتړو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
نی له طالبانو هم غوښتي چې د رسنيو د ملاتړ په برخه کې دې په ځانګړې توګه د مالياتو او مالي تضميناتو پر برخه دې بيا غور وکړي تر څو په افغانستان کې شته رسنۍ نابودې نه شي.
طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي دي.
د تېرو دوو کلونو پر مهال د افغانستان تر نيمايي زياتې رسنۍ تړل شوې دي او په سلګونو خبريالان د هيواد پرېښوولو ته اړ شوي.
