اطلاعات روز: ننګرهار کې د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د غازي امان الله خان لېست اې سیالیو شپږم پړاو چې د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ پېل شوې وې د بست لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د ننګرهار د کرکټ آمر ضیاءالرحمن قریشي وايي، دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه پېل شوې وې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د لړم) پای ته ورسېدې.
د قریشي په خبره، د یادو سیالیو پایلوبې ته د بست او آمو زونونو لوبډلو لار پیدا کړې وه، چې د بست لوبډلې وکولای شول آمو لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړي او د دغو سترو کورنیو سیالیو اتلولي خپله کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د بست لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه، چې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د دروېش رسولي د ۱۲۲ او بلال احمد تریت د ۸۸ منډو پر مټ د ۳۳۷ منډو هدف ټاکلی و، چې د امو لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای شو او ټوله لوبډله یې په څلوېښتم اور کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده، چې لوبه یې د ۱۲۹ منډو په توپیر بست لوبډلې ته بایلوده.
د هغه په خبره، یمین احمدزی د ۲۱ وېکټو په اخېستو د غوره توپ اچوونکي، دروېش رسولي د ۴۹۰ منډو په جوړولو د غوره توپ وهوونکي، عبدالمالک د ۴۰۷ منډو او درې وېکټو په اخېستو د سیالیو د تر ټولو غوره لوبغاړي او محمد اسحاق رحیمي د ۳۰۰ منډو په جوړولو د ځوان لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د غازي امان الله خان لېست اې یو ورځنۍ سیالۍ په ۲۰۱۷ کال کې پېل شوي، چې مس عینک لوبډلې درې ځل، بست لوبډلې دوه ځل او سپین غر لوبډلې یو ځل اتلولي ترلاسه کړې ده.
