د کندهار سپین بولدک ها غاړه چمن کې پرلت کوونکو د سپین بولدک–چمن لار وتړله

اطلاعات روز: د «ډيورنډ فرضي کرښې» ها غاړه چمن کې اعتراض کوونکو نن د خپل پرلت په یو دیرشمه ورځ دسپين بولدک–چمن ترمنځ لار د هر ډول سوداګریزو موټرو پرمخ وتړله.

پرلت کوونکي د پاکستان له حکومت غواړي چې د سپین بولدک–چمن پر لار تلوونکو مسافرو ته دې بغیر له ویزې او پاسپورټ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

چمن کې د پرلت ګډونوال حکمت الله سبا اطلاعات روز ته وویل، چې یاده لار نن (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د افغان کډوالو پرته د ټولو سوداګریزو موټرو د هر ډول تګ راتګ پرمخ  وتړل شوه او په خبره یې تر هغې به تړلې وي ترڅو چې پاکستان حکومت د دوی غوښتنې نه وي منلي.

سبا زیاتوي، اوسمهال پردې لار يوازې هغو افغان کډوالو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې د پاکستان حکومت لخوا په اجباري توګه له دې خاوري شړل کېږي.

هغوی زياتوي چې د سپين بولدک او چمن پر دروازه د پاسپورټ غوښتل نه مني او پاکستاني چارواکي به خپل غږ اورېدو ته اړباسي.

سبا وويل: «د پاکستان حکومت دې ته چمتو شوی چې زموږ سره مزاکرات وکړي، نن زموږ د پرلټ و اعتراض ۳۱مه ورځ ده چې په غبرګون کې موږ دا لاره بنده کړه، د پاکستان حکومت بايد د پرلت کوونکو غوښتنې ومني.»

همدارنګه د پرلت بل ګډونوال سميع الله وايي، پاکستان حکومت دې چمن کې د سوداګرو او عام وګړو ستونزو ته په کتو سره د پاسپورټ له اجباري کولو تېر شي.

نوموړی زیاتوي: «دا لار نن بنده شوه، موږ تر هغو دا لار بندوو چې پاسپورټ لغوه کېږي، اوس هر ډول تجارت د چمن او سپين بولدک پر دې لار بند دی، زموږ د پرلت کسان اجازه نه ورکوي چې تېر شي.»

د چمن اوسېدونکو دا اعتراض يو دېرش ورځې وړاندې د چمن او سپين بولدک پر دروازه باندې د پاسپورټ غوښتلو په غبرګون کې پېل کړی او لاهم جريان لري.

پاکستان حکومت بيا غواړي له خپلې خاورې ناقانونه افغان کډوال په جبري ډول وباسي او له افغانستان سره پر ټولو لارو تلوونکو مسافرو سره د پاسپورټ او ویزې شتون حتمي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه