د نړيوال پنځوس اوريز جام پايلوبه؛ اسټراليا له هند څخه اتلولي وګټله

اطلاعات روز: د اسټراليا کرکټ لوبډلې وکولای شول چې د ۲۰۲۳ کال د نړيوال پنځوس اوريز جام په پايلوبه کې کوربه لوبډلې هند ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړې او د نړيوال جام اتلولي په خپل نوم کړي.

د اسټراليا او هند تر منځ لوبه نن (يکشنبه، ۲۸ د لړم) د هند په احمد اباد ښار کې وشوه. اسټراليا د ټاس په ګټلو هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندۍ لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره اسټراليا ته د ۲۴۱ منډو کم هدف ورکړ. د هند له لوري کې‌ايل راهول تر ټولو ډېري ۶۶ منډې وکړې.

اسټرالوي توپ اچوونکو کې ميچل سټارک درې، جاش هزليووډ او پاټ کمينز دوې او ګلين ميکسويل او ادم زامپا يوه-يوه ويکټ واخيستله.

که څه هم د اسټراليا له لوري د توپ وهنې پيل ښه نه و او پر ۱۶ منډو يې لومړۍ ويکټ له لاسه ورکړه خو د ټراويس هيډ او مارنس لابشين تر منځ اوږدې ملګرتيا اسټراليا بري ته ورسوله. د اسټراليا له لوري د پيل لوبغاړي ټراويس هيډ ۱۳۷ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند له لوري جسپريټ بومرا دوې، محمد شامي او محمد سراج يوه-يوه ويکټ تر لاسه کړه.

د يادونې وړ ده چې هندۍ لوبډلې په ګروپي لوبو کې هيڅ ماتې نه وه خوړلې او خپلې ټولې نهه لوبې يې ګټلې وې.

د ۲۰۱۹ کال نړيوال پنځوس اوريز جام د انګلستان لوبډلې ګټلی و، خو ويې نشوای کولای چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي او د ګروپي لوبو په لړ کې له ټورنمنټ څخه بهر شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه