په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو وضعيت؛ رواداري: د کم عمره نجونو جبري ودونه زيات شوي

اطلاعات روز: د رواداري په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت څارونکي بنسټ ويلي، موندنې يې ښيي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د حقوقي نظم د له منځه تلو او قانوني ملاتړ د نشتون له وجې د کم عمره نجونو د جبري ودونو په شمول د ماشومانو د اساسي حقونو نقض او پر هغوی د کېدونکي تاوتريخوالي ډولونه زيات شوي.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۲۸ د لړم) په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو د وضعيت په اړه راپور خپور کړی دی.

رواداري د ماشومانو د بشري حقونو پر وضعيت د قوانينو د لغو کېدلو اغېز ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال، د ماشومانو پر خلاف د تاوتريخوالي ټول ډولونه او چلندونه په قانوني توګه منع وو او جرم ګڼل شوي وو، خو طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته داسې اکثريت قوانين لغو کړي دي.

د رواداري په وينا، طالبانو د پخوانيو قوانينو په لغو کولو او د ماشومانو د اساسي حقونو د خونديتوب لپاره د نړيوالو اسنادو په نه پلي کولو د ماشومانو پر خلاف د تاوتريخوالي د زمينو له پراخېدو سره مرسته کړې ده.

رواداري د ماشومانو د حقونو د نقض په تړاو د ټولو شمېرو له وړاندې کولو پرته، د جبري ودونو، له کم عمره نجونو سره د طالبانو جبري نکاح ګانو، په ماشومانو کې د ځان وژنې د اقدام زياتېدو، په ښوونځيو او مدرسو کې له ماشومانو سره تاوتريخوالي، بد چلند او د هغوی جنسي ځورونې او د سرتېري په توګه د ماشومانو د استخدام مواردو ته اشاره کړې ده.

دې بنسټ ويلي چې اوس مهال په افغانستان کې هيڅ داسې قانون نشته چې د نکاح د عقد شرایط وټاکي او د ماشومانو د جبري واده مخنيوی وکړي چې دا چاره د فقر د پراخېدو، سنتي باورونو او د کورنيو د کمې کچې پوهاوي تر څنګ د وروستيو دوو کلونو پر مهال په ټول هيواد په ځانګړې توګه په کليو او ليرې پرتو سيمو کې د نجونو د جبري او ژر ودونو د زياتېدو لامل شوې ده.

د رواداري په وينا، په غور کې ځايي سرچينو ويلي چې تر قانوني عمر د کم عمره نجونو جبري ودونه په بې مخينې توګه زيات شوي او ځيني وختونه د قربانيانو د ځان وژنې لامل شوي دي.

د رواداري په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې پر ۲۲ نېټه يوې ۱۷ کلنه نجلۍ ځان وژنه وکړه. دا د خپلې خوښې پر خلاف له يوه سړي سره واده کولو ته اړ ايستل شوې وه.

رواداري په خپل راپور کې ويلي: «اوس مهال تر ټولو مهمه مسأله داده چې په افغانستان کې جبري او کم عمره ودونه په رسمي توګه نه دې منع شوي او نه يې هم د عاملانو لپاره کوم مجازات په نظر کې نيول شوي دي.»

د دې بنسټ په باور، د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو په محکمو کې د ماشومانو د جبري ودونو يو عامل هم نه دی مجازات شوی.

د رواداري په وينا، له زده کړې څخه د ښځو او نجونو محروميت د جبري او کم عمره ودونو د زياتېدو يو بل لامل دی.

له کم عمره نجونو سره د طالبانو جبري نکاح

رواداري ويلي، موندنې يې ښيي چې د طالبانو غړو واک ته تر رسېدو وروسته تر قانوني عمر کم عمره نجونې په نکاح کړې دي. د دې بنسټ په وينا، که څه هم د طالبانو مشر خپلو کسانو ته د محدودو ودونو په اړه فرمان ورکړی خو دا فرمان نه دی عملي شوی.

دې بنسټ زياته کړې چې د محلي طالب مسوولينو ګڼې پېښي يې مستندې کړې دي چې له کم عمره نجونو سره يې جبري نکاح ګانې کړې دي.

په دې لړ کې رواداري په نيمروز کې د طالبانو يو محلي مسوول د بېلګي په توګه ياد کړی چې يوه ۱۳ کلنه نجلۍ يې په زور په نکاح کړې ده. ويل شوي چې د قرباني کورنۍ د اقتصادي ستونزو او امنيتي دلايلو له امله نه ده توانيدلې چې اعتراض وکړي.

همدا راز، په ميدان وردګ ولايت کې په يوه بله پېښه کې یوه نجلۍ قانوني عمر ته تر رسېدو وړاندې د ۶۰۰ زره افغانيو په بدل کې يوه طالب ته په زور واده شوې ده.

همدا راز د ۲۰۲۳ کال د اګست مياشتې پر پنځمه نېټه د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال غوښتل چې خپل ساتونکي ته يوه نجلۍ په زور په نکاح کړي، خو د خلګو له اعتراض سره مخ شوی او واده نه دی شوی.

د رواداري د راپور له اطلاعاتو سره سم، د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو يو قومندان چې وړاندې يې دوه ځله واده کړی، يوه ۱۵ کلنه نجلۍ يې د خپلې درېيمې ښځې په توګه په زور په نکاح کړې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال، يو شمېر کم عمره نجونې د پيسو په بدل کې بوډا نارينه‌وو ته په نکاح ورکړل شوې دي. رواداري ويلي، په کندهار او هلمند ولايتونو کې يې ګڼې پېښي مستندې کړې دي چې ۱۴ کلنې او ۱۵ کلنې نجونې د فقر او تنګلاسۍ له وجې تر ۵۰ کلونو لوړو نارينه‌وو ته په جبري توګه په نکاح شوې دي.

د ماشومانو تر منځ د ځان وژنې د اقدام زياتوالی

رواداري ويلي، د ارزونو پايلې يې ښيي چې د وروستيو دوو کلونو پر مهال د ماشومانو او نويو ځلميانو تر منځ د فقر په شمول د بېلابېلو دلايلو له امله د ځان وژنې اقدامات زيات شوي دي.

په غور ولايت کې محلي سرچينو ويلي، په دې ولايت کې د ماشومانو تر منځ د ځان وژنې د اقدام موارد بې مخينې دي او او اکثريت قربانيان نجونې دي.

د رواداري په وينا، د باميانو له روغتيايي مرکزونو د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې په دې ولايت کې د ځان وژنې له ثبت شويو مواردو څخه ۵۰ سلنه يې تر ۱۸ کلونو کم عمره نجونو پورې مربوط دي.

همد اراز په بدخشان کې هم د تېرو دوو کلونو پر مهال لږ تر لږه ۳۵ نجونو او ماشومانو ځان وژنې کړې دي.

په ښوونځيو او ديني مدرسو کې تاوتريخوالی او جنسي ځورونه

د رواداري په راپور کې راغلي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال، طالبانو خپل افراد د ښوونځيو د مدير، آمر او ښوونکو په بستونو کې استخدام کړي او دا افراد چې ډېری يې د ديني مدرسو فارغين دي د ښوونې او روزنې له مناسب روش سره بلد نه دي او اکثريت يې پر ماشومانو تاوتريخوالی کوي.

د کندهار د معارف رياست يوه کارمند ويلي چې په ښوونځيو کې پر ماشومانو تاوتريخوالی زيات شوی او مهم لامل يې د طالبانو له لوري د مديرانو، آمرانو او ښوونکو استخدام دی.

رواداري زياته کړې، لاس ته راغلي معلومات ښيي چې په يو شمېر ولايتونو کې طالبان له هغو زده کوونکو سره تاوتريخوالی او بد چلند کوي چې خپلوانو يې په تېر حکومت کې کار کاوه.

دې بنسټ په خپل راپور کې هغه څه ته چې په مدرسو کې د ماشومانو جنسي ځورونه يې ګڼلې اشاره کړې او ويلي يې دي چې په ديني مدرسو کې يې پر ماشومانو د جنسي ځورونې ټکان ورکوونکي موارد مستند کړي دي.

د رواداري په وينا، په هرات ولايت کې د يوه مسجد ملا امام پر يوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی او هغه په بد صحي وضعيت کې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې ده.

همدارنګه په کندوز کې يو ملا امام هغه وخت د ځايي خلګو له لوري په نښه شو چې په يوه کانټينر کې يې پر خپل يوه شاګرد هلک د جنسي تېري اراده درلوده، خو د ځايي سرچينو په وينا، طالبانو د ديني مدرسو د بدنامېدو د مخنيوي په موخه پر دې قضيې سترګې پټې کړي.

د رواداري په دې راپور کې د سرتېري او نظامي ځواک په توګه له ماشومانو څخه د طالبانو استفادې ته هم اشاره شوې ده.

د دې بنسټ په وينا، که څه هم د طالبانو مشر فرمان ورکړی او د ماشومانو استخدام يې منع کړی، خو چا نه دی عملي کړی. رواداري په خپل راپور کې زياته کړې چې طالبان د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ په زمينداور سيمه کې ماشومان د ديني علم په بهانه جذبوي خو هغوی ته نظامي روزنه ورکوي. د دې بنسټ په وينا، په جنوبي ولايتونو کې د مسجدونو امامان او د طالبانو مسوولين په دې توګه ماشومان هڅوي چې له دې ډلې سره يو ځای شي.

د رواداري موندنې ښيي چې طالبان په ښکاره يو شمېر ماشومان د ساتونکي، منشي او يا خدمې يا هم موټروان په توګه استخداموي خو په واقعيت کې ترې ناوړه جنسي ګټه اخلي. د دې بنسټ په وينا، په غور ولايت کې د طالبانو يوه ځايي مسوول پر خپل يوه ماشوم ساتونکي جنسي تېری کړی او قرباني په بد حالت کې روغتون ته وړل شوی دی.

همدا راز د رواداري په وينا، د هيواد په شمال کې د طالبانو يوه مسوول په ځلونو پر خپل يوه ۱۵ کلن هلک چې ساتونکی يې و، جنسي تېری کړی. رواداري د دې اعاوو د اثبات لپاره اسناد نه دې وړاندې کړي، خو ويل شوي چې د دې راپور اطلاعات د وروستيو دوو کلونو پر مهال له خلګو سره د مرکو له لارې راټول شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه