اطلاعات روز: د پکتيا پوهنتون د سږکال فارغېدونکو محصلينو له جملې غلام حضرت هغه څوک دی چې په ۶۱ کلنۍ کې ورته د ليسانس زده کړو د فراغت سند ورکړل شو.
د پکتيا پوهنتون مسوولين وايي، غلام حضرت د پکتيا اوسېدونکی دی او په کانکور ازموينه کې یې د تعليم او تربيې پوهنځي د ادبياتو څانګې ته لاره موندلې وه، چې د زده کړو له بشپړېدو وروسته يې تېره ورځ (شنبه، ۲۷ د لړم) په بريالي ډول د فراغت سند ترلاسه کړ.
غلام حضرت بيا وایي، چې د زياتې ليوالتيا له امله یې لوړو زده کړو ته مخه کړې او په نورو ځوانانو هم غږ کوي، چې خپلو زده کړو ته بايد دوام ورکړي.
د پکتيا پوهنتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې چې سږکال به د دغه پوهنتون له بېلابېلو څانګو سلګونو ځوانانو ته د فراغت سندونه ورکړل شي.
