اطلاعات روز: د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښه له امله يو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
په دغه ولايت کې د طالبانو د پوليسو وياند طاهر احرار د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پېښه پرون (شنبه، ۲۷ د لړم) ناوخته د دوه مندو ولسوالۍ په بازار کې د مازدا، الټو او کرولا موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بللې او ویلي یې دي چې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ترافیکي پیښې زیاتې شوې دي.
تېره ورځ په بامیان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او درې تنه ټپیان شوي وو.
