اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې ۱۱۸ میلیونه او ۸۵۵ زره افغاني بانک نوټونه چې زاړه او له چلښت وتلي وو، سوځولي دي.
طالب چارواکي وايي، دغه بانک نوټونه تېره ورځ (شنبه، ۲۷ د لړم) ننګرهار کې د افغانستان بانک ختیځه څانګه کې سوځول شوي دي.
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو لومړی مرستیال نور احمد اغا زیاتوي، یاد بانک نوټونه یې د دولتي ادارو ترڅنګ له خصوصي بانکونو، صرافیو او هټۍ والو راټول او په بدل کې یې نوي بانک نوټونه ورکړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په سوځول شویو بانک نوټونو کې له یو ګون نیولې تر زرګون پورې شامل دي.
بل لور ته د ختیځو ولایتونو خلک شکایت کوي، چې لاهم په دغو ولایتونو کې په لویه کچه زاړه او مندرس افغاني بانک نوټونه شته، چې خلک یې په راکړه ورکړه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
