يوه خپلواکه ارزونه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په سپارښتنه شوې، پکې راغلي چې په افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت جوړولو، پايدارې سولې او ټولنيزې ودې لپاره اړتيا ده چې په دې هيواد کې د ملي خبرو-اترو لور ته ګامونه واخيستل شي.
دا ارزونه د ترکي ډيپلوماټ فريدون سينيرلي اوغلو له لوري شوې چې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی و.
امنيت شورا د مارچ مياشتې پر مهال غوښتنه وکړه چې د افغانستان اوسنيو ننګونو ته د رسيدګۍ په موخه يوې خپلواکې ارزونې ته اړتيا ده چې راتلونکي ته په پام يوه واحده او منسجمه کړنلاره برابره کړي.
فريدون سينيرلي اوغلو د دې ماموريت د ترسره کولو لپاره دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو، سياسي رهبرانو او د مدني ټولنې له غړو سره يې خبرې-اترې کړې دي. ده يو شمېر هيوادونو ته هم سفر کړی او د افغانستان په تړاو يې خبرې کړې دي.
د فريدون د ارزونې په راپور کې اوسنی وضعيت، سپارښتنې او وړاندوينې را اخيستل شوې دي او ورسره په نړيوالې ټولنه کې د افغانستان د بيا ادغام لپاره عملي نقشه بيان شوې ده.
د ښځو او نجونو حقونه
د سينيرلي اوغلو په راپور کې د بشري حقونو په تړاو ويل شوي چې د ټولو وګړو لپاره د بشري حقونو بشپړ او کامل ملاتړ د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو له اساسي تعهداتو څخه دي او دا د اوږد مهالي پرمختګ، اقتصادي ودې او ثبات لپاره اړين دي.
د ده په وينا، په اوسنيو شرايطو کې بنديزونو او د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو نقض په پام وړ توګه اوسنی سياسي وضعت مختل کړی دی.
ده زياته کړې چې افغانستان د نړيوالو کنسوانسينونو او د بشري حقونو د معاهداتو د غړي په توګه مشخصو تعهداتو ته ژمن دی.
فريدون سينيرلي اوغلو زياته ویلي، چې دې تعهداتو ته ژمنتيا نه يوازې بايد د نقض مخنيوی وکړي بلکې ورسره يو داسې چاپېريال برابر شي چې په هغه کې بشري حقونه د بنسټونو، قوانينو او داسې سياستونو د جوړولو او ساتنې له لارې تضمين شي چې د قانون حاکميت پکې رعايتېږي.
ده اشاره کړې چې د ۲۰۲۱ له سپټمبر راهیسې پر ښځو او نجونو لګېدلي بنديزونه د تبعيض د رفع کنوانسيون په ګډون ګڼو نړيوالو معاداتو ته د افغانستان له تعهداتو سره په تضاد کې دي.
فريدون سينيرلي اوغلو ټينګار کړی، چې د تحصيل او کار په ګډون د نجونو او ښځو اساسي حقونه نه يوازې د يوه دولت اساسي تعهدات دي، بلکې د اوږدمهالې ودې، اقتصادي پرمختګ او سولې او امنيت لپاره د دولتي ظرفيت د رامنځته کولو لپاره هم اړين دي.
ده زياته کړې: «په نړيوالو بنسټونو او سيسټمونو کې د افغانستان بيا ځلې رسمي ادغام لپاره د افغان ښځو ګډون او رهبري اړينه ده.»
د تروريستي ډلو شتون
فريدون سينيرلي اوغلو په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان په داخل کې امنيتي شرايط ښه شوي او د سفر اسانتياوې برابرې شوې دي.
د ده په وينا، ډېرو نړيوالو اړخونو له تروريزم په ځانګړې توګه د داعش خراسان ډلې په څېرو تروريستي ډلو پر وړاندې د طالبانو هڅې تاييد کړې دي.
خو د فريدون سينيرلي اوغلو په وينا، له دې سره-سره د ملګرو ملتونو يو شمېر غړي هيوادونه په افغانستان کې د القاعدې د غړو په ګډون د تروريستي ډلو او افرادو شتون تاييدوي.
ده زياته کړې، داسې ښکاري چې د پاکستاني طالبانو د خوځښت (ټي ټي پي) ګڼ شمېر غړي افغانستان ته ازاد تګ-راتګ کوي او تاوتريخجن کمپاينونه کوي.
په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د بيا ځلې ادغام عملي نقشه
په دې راپور کې راغلي چې طالبان غواړي د دوی حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت وپېژندل شي، خو د ملګرو ملتونو د ارزوونکي په وينا، د دې کار د ترسره کېدلو لپاره اړتيا ده چې افغانستان په نړيوالو کنوانسينونو کې خپل تعهدات ومني او د سياست، قانون جوړونې او عمل له لارې د هغو د رعايتولو لپاره د حسن نيت اقدامات وکړي.
ويل شوي چې افغانستان ګڼو تعهداتو ته ژمنتيا ښودلې چې په دې لړ کې جنسيت، قوميت، هويت يا هم سياسي باورونو ته له پام پرته له ټولو وګړو سره يو ډول چلند هم شامل دی.
فريدون سينيرلي اوغلو پر ښځو د طالبانو له لوري لګول شويو بنديزونو ته په اشارې ويلي، د بشري حقونو د اعلاميې د لاسليکوونکي په توګه د افغانستان تعهدات مهم دي. د ده په وينا، په دې تعهداتو کې ډاډ ترلاسه شوی چې ښځې او نجونې به له نارينهوو سره په برابره توګه په ټولو کچو کې د زده کړې، کار، سياستولۍ او عمومي ژوند کې د ګډون حق لري.
ده زياته کړې: «دا چې د افغانستان ډيفکټو چارواکي (طالبان) نړيوالو قوانينو ته د افغانستان تعهدات په رسميت پېژني او د هغو د اجرا کولو وړتيا لري، د دې عملي نقشې او د عادي کېدو او رسميت پيژندنې په لړ کې د هر راتلونکې پرمختګ لور ته يو مهم ګام دی.»
د ده په وينا، که د ښځو او نجونو د زده کړې، کار او تګ-راتګ پر حقونو په بېړنۍ توګه بنديزونه لېرې شي او همدا راز ټولګډنه حکومت جوړ شي نو د طالبانو له لوري نړيوالو قوانينو ته د افغانستان د تعهداتو عملي کېدل اندازه کېدلای شي.
ملي خبرو-اترو ته اړتيا
د ملګرو ملتونو د ارزوونکي په راپور کې وړانديز شوی چې د افغانستان د دولت په تعهداتو کې له پرمختګ سره-سره اړتيا ده چې د ملي خبرو-اترو پر لور ګامونه واخيستل شي تر څو تر ۴۵ کلنې وسله والې جګړې وروسته ټولګډونه حکومت، پايداره سوله او ټولنيزه، کلتوري او اقتصادي وده رامنځته شي.
د ده په وينا، ښکېلو افغان اړخونو، د ملګرو ملتونو امنيت شورا، سيمهييزو او نړيوالو فرمټونو او غړو هيوادونو د همدې چارې غوښتنه کړې او همدا راز هماغه څه دي چې طالبانو هم ورته پخوا ژمنتيا ښودلې.
د فريدون سينريلي اوغلو په راپور کې راغلي چې ملي-سياسي خبرې-اترې چې د افغانستان د ټولو وګړو اندونه او ګډون وښيي، پايله يې بايد د قانون پر اساس جوړ شوی حکومت وي او د ټولو وګړو حقونه بايد په قانون کې تثبيت کړي.
ده وړانديز کړی چې د طالبانو په ګډون د افغانستان اړخونه بايد د هيواد د راتلونکي په موخه د خبرو-اترو په لار کې ګډون او هلو-ځلو ته ژمن وي.
د ده په وينا، ملي-سياسي خبرې-اترې له هغه بهير سره هم مرسته کولای شي چې ملت او وګړي يې چې ټول د لسيزو جګړې قربانيان دي، څرنګه د يوه-بل تر څنګ په روغه کې ژوند کولای شي.
