اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو پولیس وایي، د دغه ځوان جسد تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د لړم) د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «سریکان مانده» سیمه کې موندل شوی دی.
دوی زیاتوي، دغه ځوان د چړو په وسیله وژل شوی دی.
د طالب پولیسو په خبره، د یاد ځوان هویت او خپلوان تر اوسه نه دي معلوم او جسد یې د شاولیکوټ ولسوالۍ مرکزي روغتیایي کلینیک ته وړل شوی دی.
دوی وویل، د دې پېښې د څرنګوالي او قاتلانو معلومولو په تړاو یې پلټنې پېل کړي او ډیر ژر به یې بشپړې کړي.
تردې یوه اونۍ وړاندې هم کندهار کې د یوه کس جسد موندل شوی و، چې خپلوان یې د عاملینو د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
