اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د دې ولایت اړوند تورخم ښارګوټي ته څېرمه له پاکستانه د را ستانه شویو کډوالو لنډمهالي پنډغالي ته ورغلی او هلته یې پر را ستانه شویو پاخه خواړه او نغدي مرستې وېشلې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي یاد پنډغالي ته نن (چهارشنبه، ۲۴ د لړم) راغلی و او له کډوالو کورنیو سره یې له نږدې لیدلي.
قریشي بدلون ویلي، حشمت الله شهیدي په دغه پنډغالي کې پر (دوه نیم زره) را ستنو شویو پاخه خواړه وېشلي اوله یو شمېر را ستنو شویو ماشومانو سره يې نغدي مرستې هم کړې دي.
د نوموړي په وينا؛ شهیدي دغه راز له را ستنو شویو ماشومانو سره د کرکټ لوبه هم کړې او ويلي يې دي چې د کرکټ په نړۍ وال جام کې د پاکستان په وړاندې د ګټل شوې لوبې بیټ به بولۍ ته وړاندې کوي او پیسې به يې پر را ستنو شویو کډوالو وېشي.
قریشي زیاتوي، حشمت الله شهیدي را ستنو شویو ته د مرستو د دوام او زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې را ستنو شویو افغانانو ته د مرستو را ټولونې په موخه به امریکا او انګلستان ته هم سفرونه وکړي.
تر دې وړاندې د راشد خان په ګډون د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر نورو ملي لوبغاړو د هرات ولایت زلزله ځپلو او له پاکستانه را ستنېدونکو افغان کډوالو سره ګڼې مرستې کړي.
