مک کال: د بايډن حکومت له طالبانو سره د تعامل سياست په هره بيه مخته وړي

Photo: via CSIS on Flickr

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې ريیس مايکل مک کال ويلي، چې د بايډن حکومت له طالبانو سره د تعامل سياست په هره بيه مخته وړي او دا حکومت نه دی توانېدلی چې دا ډله د خپلو «جنايتونو» په تړاو وپوښتي.

ده دا څرګندونې پرون (سې‌شنبه، ۲۳ د لړم) د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په هغه استماعيه غونډه کې کړي چې د افغانستان په تړاو د بايډن د حکومت د سياست ارزولو په خاطر رابلل شوې وه.

مک کال وايي، چې د بايډن حکومت د پايداره سولې او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره کومه برنامه نه لري.

دی زياتوي، کوم طالبان چې اوس افغانستان کنټرولوي «په ديني احکامو سره د افغانستان خلک ځپي، له ښځو ناوړه ګټه اخلي او بشرپالې مرستې له وږو افغانانو تروړي».

مک کال طالبان د القاعدې او پاکستاني طالبانو د خوځښت په ګډون د تروريستي ډلو شريک ګڼلي او ويلي يې دي چې په کابل کې د القاعدې وژل شوی رهبر ايمن الظواهري د حقاني شبکې له لوري ساتل کېده.

دې امريکايي سياستوال زياته کړې چې طالبانو څو امريکايي وګړي يرغمل نيولي او د ده په وينا، دا د نه منلو وړ ده.

ده همدا راز په پرونۍ غونډه کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديزونو ته په اشارې ويلي، چې افغانستان اوس مهال يوازينی هيواد دی چې نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو ته لاسرسی نه لري.

ده زياته کړې، چې په افغانستان کې بشري وضعيت هم ناوړه دی او دا وضعيت د وروستيو زلزلو له کبله نور هم بدتر شوی.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس ويلي، چې دا هيواد لاهم له افغانستان سره ستر بشري مرسته کوونکی هيواد دی او د دې هيواد تر وتلو وروسته يې ۲.۵ ميليارده ډالره مرسته کړې ده. ده ويلي چې طالبان له دې مرستو د ځان لپاره ګټه اخلي.

مک کال وايي: «څه چې مې ځوروي هغه دادي چې د بايډن حکومت د تعامل سياست په هره بيه مخته وړي او نه دی توانېدلی چې طالبان د هغو د جنايتونو په اړه وپوښتي.»

دی زياتوي چې د بايډن د حکومت سياستونه طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسميت پېژني.

د ده په وينا، په همدې سياستونو سره په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو بنديزونه زيات شوي او دې ډلې د تروريستي ډلو ملاتړ او د امريکايي وګړو يرغمل کولو ته دوام ورکړی دی.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس د پرونۍ غونډې پر مهال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د امريکا د مرستو ارزونې په تړاو د افغانستان لپاره د امريکا د پلټونکې ادارې (سيګار) راپور هم وړاندې کړی دی.

د سيګار مشر جان سپکو ويلي، د دې ادارې ارزونه ښيي چې طالبان د امريکا متحده ايالاتو له مرستو ناوړه ګټه اخلي او د ځان په ګټه يې کاروي.

د سپکو په وينا، سيګار تر نن ورځې د د ملګرو ملتونو د چارواکو او د امريکا د ځايي او نړيوالو شريکانو په ګډون له هغو ۳۹ کسانو سره مرکې کړې دي چې د مرستو په رسولو کې يې رول درلود. ده زياته کړې چې په دې لړ کې تقريبا ټولو د متحده ايالاتو په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې او د هغوی له لوري د بې ځايه استعمال په تړاو د لومړي لاس تجربې بيان کړې دي.

د سيګار مشر زياته کړې، چې په اوو ولايتونو کې د افغانستان د اوو غير دولتي سازمانونو له لوري شوې سروې هم د متحده ايالاتو په مرستو کې د لاسوهنې خبره کوي.

سپکو ويلي، چې د افغانستان د غير دولتي سازمانونو په يوه بېله نظرپوښتنه کې له ۵۸ تنو څخه ۳۷ تنو يې راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر می مياشتې پورې د امريکا له مرستو په مجموع کې ۱۰.۱ ميليونه ډالر د طالبانو حکومت ته د مالياتو او تعرفې په توګه ورکړل شوي دي.

ده زياته کړې، سيګار همدا راز موندلې چې د طالبانو چارواکو په پرلپسې توګه د متحده ايالاتو پر همکارو بنسټونو فشار راوړی چې د دوی خلک استخدام کړي او يا يې هم ټينګار پرې کړی چې د متحده ایالاتو شريکان دې له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي چې له طالبانو سره تړاو لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه