اوچا: د سپټمبر له منځنيو بيا تر اوسه تر ۳۲۷ زره ډېر کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې د سپټمبر مياشتې له منځنيو بيا تر اوسه ۳۲۷ زره او ۴۰۰ بې اسنادو کډوال او پناه غوښتونکي له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۳ د لړم) پر ايکس د يوې ويډیو په خپرولو سره ويلي چې «دا ناڅاپي هجوم له وړاندې پر ضعيفو سرچينو لکه سرپناه او لومړنيو خدماتو فشار زياتوي».

اوچا چې کومه ويډیو خپره کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (يوناما) د بشرپالو چارو د همغږۍ مرستيال دانيال آندريس پکې وايي چې «نن زه په تورخم کې له پاکستان سره پر پوله يم او وينم چې د افغانستان په زرګونو وګړي له پاکستانه راستنېږي».

دی زياتوي چې «د هغوی ډېری يې په بد وضعيت کې دي. دوی اړ وو چې دلته د را رسېدو لپاره څو ورځې منتظر پاتې شي، ما دلته له ډېرو راستنو شويو سره خبرې وکړې او ډېری يې په افغانستان کې کور نه لري».

د يوناما مرستيال د ژمي رانژدې کېدو ته په اشارې سره وايي، «خلګ اړتيا لري چې پر سر يو چت ولري».

دی وايي، يوه تر ټولو لويه ستونزه داده چې په افغانستان کې مرستندويانو ټولې خيمې، کمپلونه او مرستندوی مواد د هرات د زلزلې زلزله ځپلو ته ورکړي او اوس له پاکستانه راستنېدونکو ته په رسيدګۍ کې له «لويي ننګونې» سره مخ دي.

ښاغلی آندريس وايي، مهمه ده چې موږ تر هر څه وړاندې بېړنۍ حل لارې ومومو او له راستنېدونکو سره نغدي، خوراکي او د اوبو مرستې وکړو.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو ته د رسيدګۍ لپاره زيات او بېړني مالي ملاتړ ته اړتيا لري.

دې دفتر تر دې وړاندې د هرات زلزله ځپلو ته د رسيدګۍ لپاره له نړيوالې ټولنې د ۴۰۰ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

پاکستان د مشخصې شوې نيټې تر پای ته رسېدو وروسته تر ۱.۷ ميليون د زياتو بې اسنادو کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او د هغوی د شړلو بهير پيل کړی دی.

د ژمي د موسم په رانژدې کېدو سره، مرستندويو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې ده چې له پاکستانه راستنېدونکي کډوال او پناه غوښتونکي سرپناه او خوراک ته لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه