اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې دې هيواد د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو د شړلو لپاره له افغانستان سره درې نوې لارې پرانيستې دي.
د ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، د پاکستان د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي نن (دوشنبه، ۲۲ د لړم) اعلان کړی چې دا لارې يې په بلوچستان کې پرانيستې دي چيرته چې اصلي لار چمن هم پرانيستې ده.
ده ويلي چې د چمن لار له هغو افغان پناه غوښتونکو ډکه وه چې غوښتل يې په رضاره توګه ستانه شي.
پاکستان د اکتوبر مياشتې په لومړيو کې اعلان وکړ چې «غير قانوني» کډوال او پناه غوښتونکي باسي او تر ۱.۷ ميليون زياتو کډوالو او پناه غوښتونکو ته يې د نومبر مياشتې تر لومړۍ نيټې وخت ورکړ چې دا هيواد دې پرېږدي.
د دې مودې په پای ته رسېدو سره پاکستاني پوليسو د بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او ايستلو بهير پيل کړی، خو راپورونه وايي چې د پولې هغې غاړې ته په زرګونو تنه د ايستلو د بهیر د پڅوالي له کبله بند پاتې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ اعلان کړی چې د پاکستان د پرېکړي تر اعلان وروسته تر اوسه، له پاکستانه ۲۸۰ زره افغانان بیرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان له لوري د کډوالو او پناه غوښتونکو پر جبري ايستلو نيوکه کړې وه او غوښتنه يې کړې وه چې هغوی ته بايد د پاکستان د پرېښوولو لپاره کافي وخت ورکړل شي.
