اطلاعات روز: د نړۍ مشهورې فلمي ستورې او د ملګرو ملتونو د ښه نيت سفيره انجلينا جولي وايي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ايستل په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې يو بل «پر شاتګ» دی.
اغلې جولي نن (دوشنبه، ۲۲ د لړم) پر خپله انسټګرام پاڼه له پاکستانه د افغان کډوالو پر ستنولو خواشيني څرګنده کړې ده.
نوموړې ليکلي: «پاکستان څو لسيزې د افغان کډوالو کورنيو ملاتړی پاتې شوی. زه خواشينې يم چې دوی په ناڅاپه توګه داسې افغانستان ته شړل کېږي چې هلته خلک اوسمهال د ژوندي پاتې کېدو په لټه دي؛ دلته به ښځې يو ځل بيا له خپلو ټولو حقونو او د زده کړې له شونتيا بې برخې شي، دوی (ښځې) ډېری په زندان کې دي او يو ژور انساني کړکېچ شته دی.»
د نړې دې فلمي ستورې ويلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د پرشاتګ يوه بله بیلګه ده او د افغانستان د خلکو د کړاو په اوږده تاريخ کې يوه بله تراژيدي ده.
جولي زياته کړې چې تر څلوېښت زيات کلونه کېږي چې د افغانستان خلکو د ښه راتلونکي له ژمنو سره-سره له جګړې، شخړې او پاشل کېدو پرته بل څه نه دې ترلاسه کړي.
پاکستان د اکتوبر مياشت په لومړيو کې اعلان وکړ چې «غير قانوني» کډوال او پناه غوښتونکي باسي او هغوی ته یې د نوامبر مياشتې تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و چې دا هيواد دې په رضاکارانه توګه پرېږدي.
د پاکستاني دولت له لوري د ورکړل شوي وخت تر پای ته رسېدو وروسته د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او له دې هيواده يې د ايستلو بهير پېل شوی دی او د پاکستاني رسنيو په وينا، تر اوسه تر ۲۲۰ زره زيات افغان وګړي له پاکستانه خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
تر دې وړاندې د نړيوالو بشري حقونو بنسټونو هم د پاکستاني دولت پر پرېکړه نیوکې کړي او د هغې د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې وه، خو پاکستاني چارواکو ویلي و چې له دې پرېکړې نه پر شا کېږي.
