اطلاعات روز: د پاکستان دولت اعلان کړی چې تر اوسه ۲۲۰ زره او ۳۹۸ افغان وګړي خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د دولتي رسنۍ «پاکستان راډيو» په وينا، د افغانانو په ګډون خپلو هيوادونو ته د غير قانوني بهرنيو وګړو ستنول دوام لري او هره ورځ په زرګونو کسان د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستنېږي.
دې رسنۍ نن (دوشنبه، ۲۲ د لړم) ليکلي، چې يوازې پرون درې زره او ۴۳ تنه چې په ۳۱۲ موټرونو کې سپاره وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان راډيو راپور ورکړی چې تر اوسه ټولټال د افغانستان ۲۲۰ زره او ۳۹۸ وګړي خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
دې رسنۍ نه ده مشخصه کړې چې دا کسان په څومره وخت کې ستانه شوي.
د طالبانو حکومت وړاندې د ۲۰۰ زره تنو د راستنېدو خبر ورکړی و. د پاکستان کورنيو چارو وزارت د اکټوبر پر درېيمه اعلان کړی و چې ټول غير قانوني کډوال ۲۸ ورځې يعنې د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت لري چې په رضاکارانه توګه پاکستان پرېږدي او که داسې ونه کړي نو وبه ويستل شي.
