اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي شپږ زره جنګیالي په افغانستان کې شتون لري.
د «ډي پاکستان ډیلي» رسنۍ د راپور له مخې، دراني دغه څرګندونې «سفیر هال» په نوم یوه یوټیوب چینل په پروګرام کې کړې دي.
هغه ويلي، چې تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې شپږ زره جنګيالي لري او دغه جنګيالي د پولې په اوږدو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په بريدونو کې برخه اخلي.
دراني زیاته کړې: «په افغانستان کې سوله په حقيقت کې د پاکستان لپاره په يو خوب بدله شوې ده، ځکه هغه کسان چې په افغانستان کې دننه پناه ځايونه لري دا بريدونه ترسره کوي.»
دراني د خپلو خبرو په دوام سره ویلي، چې په افغانستان کې طالبان دې «یا پاکستان غوره کړي یا تحریک طالبان پاکستان».
هغه زیاته کړې: «د هغوی (د ټي ټي پي جنګیالي) کنټرول او بې وسلې کول د افغان حکومت مسوولیت دی. دوی نه شي کولای له خپل مسوولیت څخه تیښته وکړي.»
دراني دا هم ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبان له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري او ویل کیږي چې دوی د یوې سکې دوه اړخونه دي.
دراني يادونه کړې، چې طالب چارواکو اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې پر مهال د خپل مشر هغه امر ياد کړی، چې په وينا يې په پاکستان کې يې بريدونه حرام بللي دي.
دغه پاکستاني ډيپلوماټ زياته کړې، چې افغان طالبان بايد پاکستاني طالبانو ته د هبت الله اخوندزاده له حکم څخه د سرغړونې په خاطر سزا ورکړي.
د هغه په وینا: «نو که چیرې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو د لوړ پوړي مشر له امر څخه سرغړونه وکړي، موږ باید څه فرض کړو؟افغان طالبان باید تحریک طالبان پاکستان ته سزا ورکړي که دوی د طالبانو د مشر امر نه مني.»
هغه زیاته ویلي، تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته کوي، نو دوی ته هم باید په دې برخه کې سزا ورکړل شي.
د دراني په خبره، د ټي ټي پي جنګیالي د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې دي او د هغوی په اجازې له پولې اوړي او تخریبي فعالیتونه کوي.
هغه يادونه کړې چې د بلوچستان په ژوب کې د جولاى د ١٢مې په بريد کې افغان طالبانو لاس درلود، ځکه چې له پنځو بريد کوونکو څخه درې يې افغان اتباع وو.
همدارنګه د هغه په وینا، د سپټمبر په شپږمه د چترال په برید کې د ۱۲ بریدګرو په منځ کې درې یا څلور افغان کډوال وو.
دراني د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، له سرحدي سیمو د تحریک طالبان پاکستان د غړو د ویستلو وړاندیز شوی و، خو عملي نه شو.
د پاکستان امنیتي چارواکو له دې مخکې اعلان کړی و، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سرحدي سیمو نه د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو د ایستلو په اړه هوکړې ته رسېدلي، چې دوی به د پاکستان پولو ته لاسرسی نه لري.
د «ډي پاکستان ډیلي» په وینا، اسلام آباد حتا د ټي ټي پي د ځای پرځای کولو پروژې د تمویل موافقه کړې وه، مګر داسې ونه شول.
