کندهار کې د نږدې اوو میاشتو له تېریدو وروسته لاهم د هغو محلي ټولګیو برخلیک روښانه نه دی، چې د طالبانو د پوهنې وزارت یې فعالیت درولی دی. په دغه ولایت کې د محلي ټولګیو زده کوونکي، ښوونکي او د ماشومانو کورنۍ د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې یاد ټولګیو ته دې بیرته د فعالیت اجازه ورکړي.
دا محلي ټولګي چې مالي ملاتړ یې یونیسف کاوه تر ډیره د کندهار په لېرې پرتو سیمو کې فعال وو او هغو نجونو او هلکانو ته په کې د زده کړو زمینه برابره شوې وه، چې د بې وزلۍ، لېرې واټن او محدودیتونو له کبله له زده کړو بې برخې وو.
اوس چې د دغه محلي ټولګیو د تړل کیدو نږدې اووه میاشتې اوړي، کندهار کې د یادو ټولګیو زده کوونکي او کورنۍ یې غوښتنه کوي چې د دوی د سیمو ټولګي دې بیرته پرانیستل شي.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوه محلي ټولګي زده کوونکی ګل پاچا وايي، د خپل کلي په ټولګي کې یې تر څلورم ټولګي زده کړې وکړې، خو زیاتوي چې سږکال یې ورته ښوونکي تر نامعلومې نیټې رخصت ورکړی دی.
دیارلس کلن ګل پاچا چې د خپل پلار سره د کروندې په کارونو کې مرسته کوي وایي، د کلي د ټولګي په تړل کیدو سره یې زړه ډیر خفه دی او هېله یې درلوده چې راتلونکي کې یو تکړه ډاګټر او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
دغه زده کوونکي وویل: «دغه اوس زموږ ښوونځي بند شوي، د دغه ښوونځي کارکوونکو ته بايد اجازه ورکړي چې زموږ مکتبونه راخلاص کړي، موږ به خپل درسونه زدهکړو اوس نه مکتب شته، نه درس وايو، هيڅ شی نشته چې دا زموږ ښوونځي موږ ته راخلاص کړي موږ به بېرته خپل درسونه ووايو، که چيرې موږ دغسې بې تعليمه پاتې شو زموږ څخه ايله د کوڅې خلک جوړېږي مګر که زموږ مکتبونه خلاص شي موږ خپل درس ته ادامه ورکړو خاماخا زموږ څخه يو شی جوړېږي.»

د دې ولسوالۍ د محلي ټولګي د دريم ټولګي زدهکوونکی سلیم هم ورته هېله لري وایي، غواړي بېرته یې ټولګی پېل شي او یاد دې ورته په کې دولتي ښوونځی جوړ شي، ترڅو دوی په کې زده کړې وکړي.
سليم وویل: «موږ خوشاله يو چې مکتبو ته ولاړ شو، زه غواړم پیلوټ شم، موږ د حکومت او موسساتو د محلي ښوونځيو د خلاصېدو غوښتنه کوو، زه اوس مکتب ته نه ځم، دولتي ښوونځۍ راڅخه ډير لېږي ده.»
همدارنګه د دغو ماشومانو کورنۍ هم اوس د خپلو بچيانو راتلونکي ته اندیښمن دي او د طالبانو له حکومت غوښتنه لري چې د دوی د ماشومانو پرمخ دې د محلي ټولګيو دروازې خلاصې کړي.
د یوه زده کوونکي پلار سیدګل وایي، ماشومان یې د محلي ټولګیو د تړل کیدو راهیسې بې برخلیکه دي او ټوله ورځ په کوڅو او کروندو کې ګرځي. دی زیاتوي، چې هيواد کې ټول ښځينه او نارينه بې له کوم خنډ او وقفې څخه ابتديه او لوړو زدکړو د کولو حق لري او په خبره يې چې زدهکړې د انسانانو لپاره يوه مهمه او اساسي اړتيا ده.
سيد ګل وويل: «مکتب او محلي صنفونه چی دي زموږ لپاره لويه فایده ده، بايد ايله شي، بايد هلکان مو راوګرځول شي، بې سرنوشته پاتېږي، هر ځای ګرځي، بيخي د ستونزو سره مخامخ يو، ماشومانو مو ټول بې برخې دي د خط او هر څه څخه بې برخې دي.»

د يو بل ماشوم پلار رحمت الله بيا وایي، په سیمه کې یې د دولتي ښوونځي د نشت له کبله خپل څلور ماشومان په محلي ټولګي کې شامل کړي وو، خو زیاتوي، چې تړل کیدو سره یې هېلې مړې او زحمتونه په اوبو لاهو شول.
رحمت الله زیاتوي، خپل ماشومان مدرسو ته هم نه شي لېږلی ځکه په وينا يې په کلي کې يې شته مدرسې له ماشومانو لوړ فيسونه اخلي او ځايي اوسيدونکي يې د اقتصادي ستونزو له امله د ورکړې توان نه لري.
هغه وویل: «دا محلي ټولګي چې دي دا بايد شروع شي، کار يې ژر بېرته شروع شي، ډير تاوان يې راته کړی کوچنيان مو ګرده دا دي بې سواده دي، سالمه تربيه نشته.»
دغه راز په کندهار کې د محلي ټولګیو تړل کیدو سره د دغو ټولګیو سلګونه ښوونکي هم بېکاره شوي وایي، تر پخوا یې اقتصادي ستونزې زیاتې او د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه شی پوره کولای.
د یوه محلي ټولګي ښوونکي نورعلي په دې اړه وویل: « د يوې خوا شاګردان په کوڅو کې ګرځي د بلي خوا استادان بېکاره شول نو ستونزې خو بيخي ډيرې دي، د کور ګذاره مو سخته شوله د پخوا په رقم نه ده، غوښتنه خو مو دغه ده چې دا صنفونه بېرته موږ ته را فعاله کړي، هغه شاګردان چې مو پاته دي هغوی د کال تر پايه ورسوو.»

د محلي ټولګي یو بل ښوونکی عطاءالله وايي، د محلي ټولګیو تړل کیدو وروسته یې تر یوه وخته ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکولې، خو په خبره یې چې نور ورسره اقتصاد یاري ونه کړه او مجبوره شو چې ټولګی وتړي.
نوموړی د طالبانو يادې پرېکړې خواشينی کړی او وایي، چې اوس مهال زيات شمېر تنکي زدهکوونکي د زده کړو بې برخې او په کوڅو کې ګرځي.
هغه وویل: «۳۳ شاګردان مو درلودل ۱۶ تنې يې نجونې وې، زموږ په کليو کې د نجونو مکتبونه نشته دغه محلي ټولګيو ډيره ګټه ورته کړې وه اوس بند دي، نو چې مکتبونه نشته، اوس ټول په کوڅو کې پر امبارو ګرځي، سل رقمه جنجالونه يې جوړ کړي دي، نو خو فکر يې د تعليم څخه لېري پاتې شو.»
بلخوا بیا کندهار کې د طالبانو د يوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې يې د موسېساتو له لوري جوړ شوي محلي ټولګي تړلي او ښوونکي یې خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې تازه کندهار کې د طالبانو د علماوو شورا د دغې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته په یوه لیږل شوي لیک کې د محلي ټولګیو د بیرته پرانیستو غوښتنه کړې ده.
د معلوماتو له مخې په کندهار کې د محلي ټولګیو شمیر نږدې ۱۴ سوو ته رسیده، چې شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو ( نجونې او هلکان) ته د ۱۴۰۰ ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کیدې.
